کور / سپورټي / کرکيټ: انګلستان افغانستان ته سخته ماته ورکړه

کرکيټ: انګلستان افغانستان ته سخته ماته ورکړه

د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کي د افغانستان او انګلستان د لوبډلو ترمنځ لوبه شروع کېدونکې ده.
افغان کپتان پچه وګټله او د بالينګ کولو پرېکړه يې وکړه.
محمدشهزاد، نوروزمنګل، کريم صادق، اصغر ستانکزى، محمدنبي، سمېع الله شينوارى، شفيق الله شفق، ګلبدين نائېب، عزت الله دولتزى، دولت ځدراڼ او شاهپور ځدراڼ د افغانستان د لوبډلي غړي دي.
افغانستان تر اوسه يوه لوبه له هندوستان څخه بايللې، خو د انګلستان لومړۍ لوبه ده.

ميدان د بېټينګ دپاره جوړ دئ، او پر همدې ميدان د نن ورځي په لومړۍ لوبه کي نيوزلنډ د سريلانکا په مقابل کي ١٩١ منډي جوړي کړې. او بنګلدېش ١٣٢ منډي جوړي کړې.

شاهپور ځدراڼ د افغانستان له خوا لومړى آوور وکړ، چي بېله کومي منډي يې د انګلستان لومړى کس په شپږم بال باندي بولډ کړ.
د شاهپور ځدراڼ درېيم اوور ډېر تاواني وو چي ٢٣ منډي يې ځني جوړي کړې.
د پنځو اوورونو تر تېرېدو وروسته انګلستان ٣٨ منډي کړي دي او يو لوبغاړى يې د لاسه ورکړى دئ.
د پاورپلې تر تېرېدو وروسته انګلستان ٥٢ منډي کړي دي او يو لوبغاړى يې سوځل سوى دئ.
د اتم اوور تر پاى ته رسېدو وروسته انګلستان ٦٠ منډي کړي او يو لوبغاړى يې سوځلى دئ.
کريم صادق په لسم اوور کي د انګلستان بل لوبغاړى وسوځاوه، د يوولسو اورونو تر تېرېدو وروسته انګلستان ٨٠ منډي کړي او دوه لوبغاړي يې سوځلي دي.
د انګلستان لوک رايټ په ٨٣ بالونو ٩٩ منډي وکړې او ناسوځېدلى پاته سو..
انګلستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ١٩٦ منډي وکړې او افغانستان ته يې د ١٩٧ منډو هدف وټاکئ.
افغانستان په جواب کي په اتلسم اوور کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٨٨ منډي وکړې، چي ګلبدين نائېب په ٤٢ بالونو ٤٤ منډي وکړې، نور ټول لوبغاړي په يو عدد منډو کي يو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل.
د انګلستان راتلونکې لوبه له هندوستان سره ده، او دواړو هيوادونو افغانستان ته ماته ورکړې ده.