کور / شعر / ته!

ته!

ته له کومې ائینې نه
د ګلونو له وږمې نه

له یوې سپینې سپیدې نه
د رنګو له مجموعې نه

د عسل د ذایقې نه
له رڼې رڼې چینې نه

د الفت له فسلفې نه
د شپیلیو له نغمې نه

له دې ټولو راوتلې
ما ته ښکارې له پردې نه
زه!
زه د بل مالت سړی یم
اواره یم لیونی یم

له خپل ځانه څه پردی یم
بس روان یم لاروی یم

دوه ټوټې یم مات زړګی یم
بیا هم مست یمه زلمی یم

څه څه نه یم خو هیڅ شی یم
نه تکمیل یم نه کمی یم

خو بیا هم و تا ته ګران یم
ستا د ګوتې سور غمی یم