په کابل کې دمحصلینو لاریون دویمي ورځې ته وغځیدی.

59 | سپتمبر 23rd, 2012


دلراوبر خبری څانګه ته رارسیدلې خبر وایی چي، دكابل د ښوونې اوروزنې پوهنتون، چې په دې وروستيوكې دجهمور رئيس كرزي د پرېكړې له مخې داستاد برهان الدين ربانې په نوم ونومول شو. اوددي پوهنتون محصلينودجهمور رئيس د پرېكړې پر خلاف په دويمه ورځ غبرګون كې په سوله ييز لاريو ن لاس پورې كړی.
دغه لاريون، چې د ښوونې او روزنې له پوهنتون څخه پيل اودولسې جرګې ترعمومي دروازې پوری وغځېدی، لاريون كوونكي وايي، چې جهمور رئيس كرزي د پوهنتون د نوم په بدلولوسره هڅه كوي،چې دولسونوترمنځ قومي اوژبني تعصبونه راو پاروي اودمحصلينونوراتلوونكى برخه ليك تر پوښتني لاندې راولي.
همدارازدولسې جرګې غړى رمضان بشردوست هم ددولت ياده پريكړه دملي ارزښتونوخلاف عمل په ګوته كړ
د پوهنتون محصلينونو د لاريون پرمهال، چې نن د دغه سوله ييز لاريون دويمه ورځ ده ،دوی ګواښ وكړ كه دغه پوهنتون بېرته د كابل د ښونې او روزنې پوهنتون په نوم ونه نومول شي او جهمور رئيس كرزى خپله پرېكړه بېرته وانه خلي ، نوموږ دپوهنتون محصلين به په قهرجنواوله تاوتريخوالي ډكولاريونونو لاس پورې كړو ،ترڅو چي زموږ دغوښتنې سره سم دپوهنتون پخوانې نوم دښوونې او روزني پوهنتون په نوم یاد سوی نه وي.

Copyright Larawbar 2007-2024