کور / تازه خبرونه / دبلخ ولايت اوسېدونکو ته دبلخ سیمه ییزپاسپورټونه ورکول کېږي.

دبلخ ولايت اوسېدونکو ته دبلخ سیمه ییزپاسپورټونه ورکول کېږي.

مزارشريف : د پژ واک د خبری اژانس دخبر له مخې دبلخ ولایت امنيتي چارواكي غواړي، چې د ډاډمن امنيت په موخه د دغه ولايت اوسېدونكو ته سيمه ييز پاسپورټونه وویشې.
د بلخ دامنيه قوماندان مل پاسوال سالم احساس، رسنيو ته وويل چې په همدې موخه يې له تېروڅو ورځو راهیسي د دغه ولايت د ټولو ولسواليواو د ښار د ناحيو له استازو سره خبرې كړې دي.
نوموړي زياته كړه، دغه پاسپورټونه د ډاډمن امنيت په موخه وركول كېږي، چې له لارې به يې د بلخ ولايت اصلي او د نورو ولايتونود غیر اصلي اوسېدونكو پته ولګېږي.
د هغه په وينا، دوى به د ناحيواوكليود مشرانو په مرسته د ټول ولايت اوسېدونكي راجستر كړي، چې دنويو راتلونكو اوسېدونكود پېژندنې لپاره به رڼه لارولري.
امنيه قوماندان وويل، له دې لارې به دوى د هغو خلكو مخنيوى وكړاى شي، چې غواړي له نورو سيمو څخه راشي او دلته ورانكارې كړنې وكړي.
د بلخ ولايت یواوسېدونكي وايي، كه څه هم د امنيت په موخه د دولت هر ډول كړنو ته په مثبت نظر ګوري، خو دسيمه ييزو پاسپورټونو اوتذكرو وېش د پيل لړۍ ورته ګونګه او نا مالومه ښکاری.
د مزارشريف دښار یوبل اوسېدونكي ميرويس وایی، چې د امنيت لپاره د سيمه ييزو پاسپورټونو جوړول نوې غوندې چاره ده.نوموړي زياته كړه: ((كه چېرې دغه كار په ټولو مركزي ولايتونو كې كېږي او د مركزي دولت له خواسرته رسیږي ، نو ښه خبره ده؛ كه نه له پيل يې يو ډول سياسي بوى راځي.))
ليكوال او ژورناليست احمد جاوېد هم د بلخ ولايت د چارواكو له خوا د ځانګړو پاسپورټونو وېشل نامعلومه چاره ګڼي.نوموړي وويل، دا كومه وړه خبره نه ده، چې يواځې په يوه ولايت پورې رالنډه شي؛ دغه موضوع لا تشرېح ته اړتيا لري. دهغه په وينا، كه چېرې ولس ته موضوع په پوره توګه څرګنده شي او موخه يې د امنيتي چارو سمبالښت وي، نو خلک به يې هركلى وكړي.خو د بلخ امنيه قوماندان په دغه ولايت كې د سيمه ييزو پاسپورټونو د وېشلو پيلول د ډاډمن امنيت په موخه يوعملې ګام ګڼي.
دالمړی ځل دی چي د بلخ ولایت چارواکي دمرکزی دولت دکورنیو چارو وزارت او دمرکزی احصائیه دلوی ریاست د اجازی نه پرته داسي کارته ملاتړي.
دیادوني وړده چي څه موده مخکې هم د بلخ ولایت چارواکو دمزاشریف واټونه دایرانی ديپلوماتانو په نامه ونومول کوم چي د طالبانو په وخت کي ووژل سول، ا ولسي جرګې او ډیرو وګړودرسنیو له لاري پر دغو واټونو باندی دایرانی ديپلوماتانو دنومولو غندنه وکړه اوکلک غبرګونونه یي ښکاره کړل.