دولسي جرګي ځیني استازي دکورنیو چارووزارت څخه اضافه ساتونکي غواړي

59 | سپتمبر 25th, 2012


دکابل دآریانا تلویزیون پرون دخبرونو په یوه برخه کي ویلې ،چي داولسی جرګې په پروني غونډه کي ځینو وکیلانو نیوکه وکړه چي دکورنيو چارو وزارت يو شمېر وکيلانو ته اضافي ساتونکي ورکړي دي. دجرګي یوه استازی وویل چي دولسې جرګي هر وکیل د خپل ځان د ساتنې لپاره دکورنیو چارو وزارت څخه دڅلوروساتونکو(باډیګاردانو) غوښتنه کولای سي.ولي دکورنیو چارو وزارت یوه وکیل ته د(۲۷ )ساتونکو عسکرو دورکولو موافقه کړیده. داولسی جرګي غړو پرون پردغه موضوع باندي خبری وکړي او زیاته یی کړه چي دکورنیو چارو وزارت یو مکمل ځانګړی کندک دوکیلانو د ساتلو لپاره ځای پر ځای کړی دی.د ولسې جرګی رییس عبدالرؤف ابراهمي وکیلانو ته وویل چي موږ به دکورنیو چارووزارت څخه مالومات وغواړو چي د۸۸ وکیلانو لپاره یی اضافي ساتونکي په کوم اساس تر لاسه کړ یدي او ولي دومره ساتونکي دیوه وکیل لپاره غوره سویدي.

Copyright Larawbar 2007-2024