د پکتیا والی – هیواد کی ټول امتیازات د یوی ډلی دی
( چهارشنبه د تلې پنځمه ) د پکتیا مرکز ګردیز ښار کی یوه ستره غونډه چی پکښی د دیارلس ولسوالیو قومی مشرانو ، مخورو ، مجاهدینو او ځوانانو برخه اخیستی وه په پکتیا ولایت کی د سولی او ښه امن ډاډ ورکړ
یاده غونډه چی د پکتیا ولایت د جرګو او مرکو په خونه کی جوړه شوی وه قومی مشرانو پکتیا کی امنیت نمونه وی وباله او زیاته یی کړه داسی یو غرنۍ ولایت چی له ګاونډی هیواد سره اوږده پوله لری په یووالی او ورورولۍ ساتل کیدای شی
د غونډی یو تن برخه وال او په ولسی جرګه کی د پکتیا پخوانۍ وکیل داوود ځاځی وویل ، مونږ کولای شو د ګوټو په شمیر مخالفین چی په پکتیا کی دی لمړی د سولی له لاری ورور ولۍ ته را وبولو او په نمونه وی شکل به لمړۍ خپله پکتیا د امن کور کړو
او بیا به دغه لړۍ نورو سیمو ته ورسوو
د غونډی بل برخه وال مولوی خالقداد وویل ، سوله الهی حکم او د دولس غوښتنه ده ، نو باید ټول د سولی او امن هرکلۍ وکړو
سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد د غونډی برخه والو ته وویل ، په هیواد کی سوله هله راتلای شی چی د ټولو سیمو وګړو ته په یو نظر وکتلای شی ، ټول امتیازات باید د یوی سیمی خلکو ته ورنکړل شی ، چی ملی اتلان ، د سولی شهیدان او اتلان ، د جهاد او ………………….. اتلان یوه ډله واوسی
همدرد وویل مونږ له هرڅه زیات یوه موټی افغانستان ته اړتیا لرو چی په هغه کی د هری سیمی ، قام او ملیت نمونه څرګنده وی
ده وویل که داسی ونشی نو دا تش په نوم د سولی چیغی او ناری وهل به هیڅ کومه ګټه و نلری
دا خبری په هغه غونډه کی وشوی چی دسولی او په پکتیا کی د ملی یووالی تر سرلیک لاندی جوړه شوی وه .
روح الله سمون