د پکتيکاولايت امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل سوې
د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې ښار په ګډون د اوو ولسواليو د امنيتي چارو واګې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې له نړيوالو سوله ساتو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شوې، په همدې حال د پکتيکا والي محب الله صمیم وايي، چې امنیتي ځواکونه يې بايد په درنو وسلو سمبال شي
په همدې موخه د چهارشنبې په ورځ په جوړو شويو مراسمو کې د پکتيکا والي محب الله صمیم ترڅنګ د لوړو زده کړو وزير پوهاند عبيدالله عبيد، د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال عنايت الله نظري، د اوبو او برېښنا او ټولګټو چارو وزارتونو مرستيالانو، د کورنيو چارو وزارت، د سمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د ملي امنيت لوی رياست او د سولې عالي شورا استازو برخه درلوده
د پکتيکا والي محب الله صمیم د غونډې د پرانستې پر مهال برخوالو ته ددې ولايت په اړه هر اړخيز مالومات وړاندې کړل او په دې ولايت کې يې د سیاسي، امنيتي، ټولنيزو او اقتصادي چارو په برخو کې ترسره شوي کارونه په ګوته کړل، ښاغلي صمیم زياته کړه چې له دې وروسته به د مرکز ښرنې ښار ترڅنګ اوو ولسواليو امنيتي چارو واګي بشپړ د افغان امنيتي ځواکونو په لاس کې وي، نوموړي دا هم وويل دا چې د لېږ پروسه يوه ملي او پلي کيدونکي پروسته ده خو ځواکونه يې بايد په درنو وسلو سمبال شي تر څو د لا ډاډمن امنيت راوستلو جوګه شي
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال عنایت الله نظري د پکتيکا وروستي پرمختګونه وستايل او ويې ويل چې د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ ددې ولايت امنيت د پخوا په پرتله خوندي شوی چې له امله يې د لېږد په دريم پړاو کې شامل شو، نوموړي وويل چې ډير ژر به افغان امنيتي ځواکونه په داسې وسلو سمبال شي، چې د هر ډول عملياتو وړتيا به ولري
د غونډې نورو ويناوالو هم د لېږد پروسه يوه ملي پروسته وبلله او له ټولو پکتيکاوالو يې وغوښتل تر څو د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او د امنيت په راوستلو کې خپله ملي وجيبه ترسره کړي.
پکتيکا نولس رسمي او پنځه غير رسمي اداري واحدونه يا ولسوالۍ لري، چې دا مهال يې د مرکز ښرنې ښار ترڅنګ د يوسف خيلو، مټاخان، خوشامند، وړممۍ، تروې او وازيخوا ولسواليو امنيتي چارو واګې افغان ځواکونو په لاس کې واخيستې .