څه به کیږي؟ د عبدالباري جهاني ليکنه
د Jahanionline.com څخه په مننه
په داسي حال کي چي ټاکل سوې ده، د ناټو قواوي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ووزي او یا لږ ترلږه پوځي عملیات په بشپړه توګه د افغانستان امنیتی او پوځي قواوو ته وسپاري، د امریکا لوی سیاستمداران او جنرالان د افغانستان راتلونکي ته خوشبیني نه څرګندوي. انټر پریس خبری آژانس د سپټمبر پر شپږویشتمه په خپل رپوټ کي لیکي چي د مرکزي اسیا د دې هیواد اینده تاریکه ښکاري. رپوټ د کارنیګي د بین المللي سولي په موسسه کي د افغانستان د چارو د یوه لوی ماهر جیلیس ډورنسورو له قوله لیکي چي که اوسنیو شرایطو ته وکتل سي نو د کابل رژیم ښايي په څو کلونو کی سقوط وکړي. ډورنسورو وایی افغانستان له سیاسی پلوه ټوټه ټوته دی. یوې خواته ملیشه قواوي دي او بلی خواته په شمال کي د قدرت مرکزونه جوړیږي او دا د یوه اوږده داخلي جنګ لپاره زمینه برابروي، چي احتمال لري د سیمی د قدرتونو رقابتونه دې اور ته نور زور هم ورکړي. رپوټ زیاتوي چي په واشنګټن کي د هغو ماهرانو شمیرمخ په زیاتیدلو دی چي وایی د طالبانو سره دي ژر تر ژره خبري پیل سي. انټر پریس خبري آژانس وایی په دې وروستیو شپو ورځو کي د جمهوري غوښتونکي ګوند ځینو هغو کسانو چي په افغانستان کي یې د متحده ایالاتو د مداخلې ډیر ټینګ ملاتړ کاوه له هغه هیواد څخه د امریکا د قواوو د را ایستلوغوښتنه کړې ده. د امریکا په اولسي جرګه کي د دفاعي چارو د جرګه ګی جمهوري غوښتونکي ریس بیل ینګ وویل زه فکر کوم چي موږ خپل ځوانان بې ضرورته هلته مرګ ته سپارو.
ډورنسورو وایی د افغانستان اوسنی حکومت ښایی تر کمونیسټ رژیم، چي د شوروی قواوو تر وتلو وروسته یې څه باندي درې کاله مقاومت وکړ، ژر نسکور سي. ځکه چي یو خو اوسنی رژیم د کمونیسټ حکومت په څير عقیدوي او اجتماعي انتظام نه لري؛ د کمونیسټ رژيم په څیر غښتلی پوځ نه لري او بل دا چي طالبان نسبتا یو موټی دي او د مجاهدینو په څیر بې اتفاقه نه دي. ډورنسورو پیش بيني کوي چي د پسرلي د موسم د را رسیدلو سره به پوځي وضع خرابه سي او طالبان به د هیواد ختیځي سیمي او د کابل شاوخوا تهدید کړي. دی وایی کله چي د ناټو قواوي له افغانستان څخه ووزي او د امریکا اته شپیته زره عسکر هلته پاته سي نو طالبان به سمدستي د افغانستان د ختیځ او جنوب خواته، چي د ایساف قواوو یې امنیت ساتلی وو، پرمختګ پیل کړي. دی د امریکا پر مقاماتو له دې امله انتقاد کوي چي ولي یې له لویه سره د طالبانو سره د جګړې او د هغوی د مشرانو د قتلولو پر ځاي د هغوی سره د خبرو لاره غوره نه کړه.
د انټر پریس خبري آژانس دغه رپوټ وایی، کله چي د ایتلاف قواوي یی له افغانستان څخه وزي، د کرزي رژیم به له دریو مهمو بحرانونو سره مخامخ سي. یو اقتصادي بحران دی چي د لویدیځو هیوادونو د مرستو او لګښتونو له کمیدلو سره به منځته راځي. بل بنیادي بحران دی چي په ۲۰۱۴ کال کي د کرزي د قدرت د دوهمي دورې له پاي ته رسیدلو سره را منځته کیږي او داسي نښی لیده کیږي چي ډیرو زیاتو سیاسی مشرانو همدااوس بهر ته په تیښته پیل کړی دی. او بل امنیتی بحران دی چي سره له هغه چي د امنیتی قواوو شمیر ډیر زیات سوی دی خو د هیواد ډیره زیاته برخه د حکومت له کنټرول څخه دباندي پاته ده.
د انټر پریس خبري آژانس په همدغه نیټه په خپل یوه بل رپوټ کي، چي د ناټو پر قواوو باندي د افغانستان د امنیتی او پوځي افرادو د حملو په اړه یې خپور کړی، او ګارتر پورټر او شاه نوري ترتیب کړی دی، لیکي چي د دفاع وزیرلیون پانیټا دغه راز حملو ته چنداني اهمیت نه ورکوي او وایی چي دا د طالبانو وروستۍ سلګی دي. خو د متحده ایالاتو د لویو درستیزانو د کمیټې ریس جنرال مارټین ډیمپسي دغه حملې د ناټو د قواوو لپاره یو جدي تهدید ګڼي. دی وایی موږ یوازي په دې ځانونه نه سو قانع کولای چي باید سخت او ډیر کار وکړو او هدف ته ورسیږو بلکه باید چي تغییر راوستل سي.
د انټرپریس خبری آژانس دغه رپوت د ډګرمن ډیني ډیویس، چي د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ په کلونو کي په افغانستان کي ډیر زیات ګرځیدلی دی، له قول لیکي چي طالبانو په هغو امنیتی قواوو کي نفوذ کړی دی چي باید د متحده ایالاتو او ناټو له قواوو سره یې د یاغیانو په له منځه وړلو کي مرسته کولای. ډیویس لیکي چي د کندهار د ژړۍ په اولسوالي کي ده ته معلومه سوه چي امنیتی قواوي له طالبانو سره یو لاس دي. آژانس لیکي چي د زیاترو جنګي عملیاتو څخه د ناټو د قواوو پر شا کیدل د طالبانو لپاره یو غټ بری او د افغانستان، لړزانه، ملي پوځ او پولیسو ته یو جدي ګوزار دی. د افغانستان د ملي بوځ متقاعد جنرال عتیق الله امرخیل په یوه مرکه کي وویل چي دغه راز حملو د افغانستان پر پوځ او پولیسو باندي د ناټو باور سست کړی دی او د افغانستان له قواوو سره د ناټو د ګډو عملیاتو بندیدل به طالبان زړه ور کړي او روحیات به یې غښتلي سي. امر خیل وایی فکر نه کوي چي د افغانستان ملي پوځ به د ناټو د قواوو له مرستي پرته جنګي عملیات پر مخ بوزي ځکه چي نه ښه نظم لري او نه عصري وسلې ورسره دي. امر خیل وایی که خارجی قواوي د افغانستان له پوځ سره مرستي ونه کړي وضع به تر دې هم خرابه سي. د انټر پریس خبري آژانس د هلمند د والي محمد ګلاب منګل د ویاند داوود احمدي له قوله لیکي چي که د ایساف قواوي د افغانستان له پوځیانو سره مرستي ونه کړي نو هغوی نه سي کولای چي په هغه ولایت کي د طالبانو په مقابل کي موثر عملیات وکړي.
په لویدیځو ورځپاڼو او مطبوعاتو کي هره ورځ دغه ته ورته رپوټونه خپریږي او په زیاترو کي یې د افغانستان لپاره د تاریکي آیندې پیش بیني کیږي. ویل کیږي چي د ناتو هیوادونو ژمنه کړې ده چي له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته به د افغانستان د پوځي لګښتونو لپاره په کال کي شپږ زره میلیونه ډالره ورکوي. په داسي حال کي چي که ناټو په کال کي شپږ سوه زره میلیونه ډالره هم ورکړي، د تیرو لسو کلونو تجربې ښودلې ده چي، د افغانستان د فاسد نظام د واکدارانو د جیبونو او خارجي بانکي حسابونو لپاره کفایت نه کوي. هر څه به هره ورځ مخ پر خرابیدلو وي او افغانستان به یو ځل بیا د تباهۍ کندي ته لویږي.
د خارجي قواوو اقتصادي او پوځي مرستي افغانستان ته نجات نه سي ورکولای. یوازي د خلکو پر اراده ولاړ قانوني حکومت، چي د شفافو انتخاباتو له لاري به منځته راځي، د افغانستان دردونه کمولای او کرارولای سي. یوازي قانوني حکومت کولای سي چي له طالبانو او نورو مخالفینو سره خبرو ته کښیني، له ګاونډیانو سره اړیکي بهتر کړي، د امنیت غم وخوري او له لویدیځو هیوادونو څخه لاسته راغلي پیسې د هیواد په درد ولګوي. ما د جون په میاشت کي په کابل او ځینو ولایاتو کي د منورینو، ځوانانو او ځینو قومي مشرانو سره ولیدل. په عمومي ډول، په افغانستان کي د یوه قانوني نظام د منځته راتللو په برخه کي چنداني خوشبیني موجوده نه وه. له ډیرو زیاتو کسانو سره دا اندیښنه وه چي جمهوریس حامد کرزی په هیڅ صورت د قدرت پریښودلو ته تیار نه دی او غواړي تر مرګه په قدرت کي پاته سي. په کابل کي ځینو د نظر خاوندانو ویل چي جمهوریس حامد کرزی د خپل قدرت د مودې د اوږدولو او یا بالاخره دایمي کولو لپاره، لږترلږه، څلور لاري لري. لومړی دا چی د ځینو سازشونو او امتیازونو ورکولو له لاري به د روسیې د جمهوریس ولادیمیر پوتین فارمول تعقیب کړي او د یو وخت لپاره به د جمهوریس مرستیال او بیرته جمهوریس سي. دوهم دا چي یوه لویه عنعنوي، دوه زره کسیزه، جرګه به را وغواړي او د رایو په اتفاق به د خپل قدرت د مودې د اوږدولو منظوري ورڅخه واخلي. دریم داچي د اساسي قانون هغه ماده تعدیل کړي چي چاته د دریم ځل جمهوریس کیدلو حق نه ورکوي او څلورم دا چي د امنیتي وضعیت د خرابوالي په پلمه به اضطراري حالت اعلان کړي او انتخابات څو ځله وځنډوي. خدای دي وکړي چي دا ټولي اندیښنې بیځایه وي او د جمهوری ریاست انتخابات پر خپل وخت او په شفافه توګه سرته ورسیږي او جمهوریس کرزي، که په دې تیرو کلونو کي هیواد ته هیڅ خدمت نه دی کړی، نو دا وروستی خدمت ورته وکړي. په هیواد کي د ازادو او شفافو انتخاباتو لپاره د لاري هوارولو په واسطه خپل ځانته ښه نوم وګټي. او چي هرڅه وس یې کیږي هغه په افغانستان کي د قدرت د سوله ایز انتقال او ازادو او شفافو انتخاتو د کیدلو او یوه قانوني حکومت د منځته راوستلو په لاره کي په کار واچوي.
افغانستان له ډیرو حساسو مرحلو څخه تیریږي. خارجي قواوي تر قیامته زموږ سره مرستي نه سي کولای. موږ ولیدل چي د ناټو ځینو هیوادونو د وخته لا خپل پوځیان ایستلي او نور هم ښایی تر ټاکلي وخت دمخه ووزي. د بهرنیو قواوو له وتلو سره بیا د داخلي جنګونو د پیل کیدلو خطر لیده کیږي. یوازي د ټولو قومونو او اولسونو ترمنځ ملي یوالی ګران افغانستان د داخلي جنګونو د پیل کیدلو، میلیونونو بې ګناه انسانانو د قتل کیدلو او تباهیو څخه ژغورلای سي. زما له ټولو منورینو، په تیره بیا لیکوالانو، څخه دا هیله ده چی د یوه بل پر ضد د لیکنو څخه لاس واخلي. خپلي ملي او انساني وجیبې ته متوجه سي او چي هر څه وس لري په هیواد کي یې د ملي وحدت د ټینګولو او یوه قانوني نظام د منځته راوړلو په لاره کي تمام کړي.