کور / شعر / منی

منی

دامنی ولی بیړه کاندی
زما دمیني میوه سره غومبري کړینه
منیه ته ودریږه رانشی
دمین توب میوه خواوس رنګ بدلوینه
راځې که نه راځې ستا کاردی
وني، په خپله موده پاڼي تویونه
موسم زمان ته مدام ګوري
ګړۍ چي شمیری د پسرلی بدرګه کړینه
پسرلیه لاړی خود به تللی
دونوو څانګي زیړی اوښکی تویوینه
ټونګي وهي وزرو کښې زاڼي
دالوتو هیلی ګومان دمني کړینه
کیږدۍ پرون کوچیانو بار کړي
مانایی داده چي تودو سیمو ته ځینه
مینه ناجو ده مدام شنه ده
منی ،نه ژمی نه یی رنګ وراړوینه
عمر پسرلی دی پام پی ډیر کړۍ
دمینی اوردی دودوه منی راځینه
دمنی خوند جلا یو خوند دی
پسرلي حاصل، میوه د منی خوند کوینه
۲۸-۹-۲۰۱۲