قاضي نذير لاريون کوونکي په موټر ووهل
عطاالله محمدي
په پالمان کي د رباني د ګوند ( جمعيت ) استازي قاضي نذير لاريون کوونکي په موټر وهلي او څلور تنه ئې پکښي ټپيان کړي . په ټپيو کي افغان معيوب ليکوال ، شاعر ، سياستمدار او په ټولنه کي منلى شخصيت محمد يار يار هم شامل دئ او د هغه لکړي پکښي ماتي سوي .
لاريون د تېرو اوو ورځو راهيسي ادامه لري او د اولسمشر د هغي پرېکړي خلاف دئ چي د کابل پوهنتون د ښووني او روزني څانګه ئې د رباني په نامه نومولې.
د چارو پوهان وايي چي د داسي کس په نامه د يوه پوهنتون د يوه پوهنځي نومول د ټول افغانستان د خلکو سره خيانت دئ او ټول دي ورته د ملي خيانت په سترګه وګوري. لاريون کوونکي نن ورځ د پارلمان مخ ته راټول سوي ول او د پارلمان غړي ئې نه پرېښودل چي پارلمان ته داخل سي او دا ئې ويل چي کې ( که ئې ) غوښتني و نه منل سي او د پوهنځي نوم بېرته خپل حالت ته وا نه ړول سي نو دوى به په خپله د پوهنتون نوې لوحه را وغورځوي.
د بشر حقوقو پوهان وايي چي د افغانستان تېري څلوېښت کلني ناخوالي د همدې رباني او نورو ملګرو له خوا وې خو پر ځاى د دې چي سزا وويني بلکي پوهنځياني ئې په نامه کېږي او آن تر دې چي د نوموړي زوى يوه ادعا کړې وه چي اولسمشر ئې د کندهار هوايي ډګر د پلار په نامه کوي خو ددغه خبر خپرېدو په لوی کندهار کي پراخ غبرګونونه راوپارول او وروسته دغه نوم د ښووني او روزني پر پوهنځی کښېښوول سو.