په لوګر کې د نوري فايبر خدمتونه پيل شول

د لراوبر اداره | سپتمبر 30th, 2012


د هيواد دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجي وزير په لوګر کې د نوري فايبر د مخابراتو خدمتونو د پروژې پرانسته وکړه .

اميرزي سنګين وويل چې دا مهال په هيواد کې څلورو مخابراتي شرکتونو د 3g د خدمتونو جوازونه اخيستي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجي وزير اميرزي سنګين وايې چې په نيږدې راتلونکو دوه مياشتو کې به د نوري فايبر د پروژې له مخې د پکتيا مرکز ګرديز له نورې نړۍ سره ونښلوي .

اميرزي سنګين دغه خبري لوګر ولايت ته د خپل سفر په ترځ کې په دې ولايت کې د نوري فايبر د پروژې د پرانستې پر مهال له شمشاد سره په ځانګړو خبرو کې وکړي .

نوموړي زياته کړه چې دا مهال د هيواد ډير شمير ولايتونه د نوري فايبر له لارې وصل شوي او په نيږدې راتلونکې کې به د پکتيا سربيره ،پکتيکا او خوست ولايتونه هم له نوري فايبر سره وصل شي .

اميرزي سنګين دا هم وويل چې دا مهال په هيواد کې څلورو مخابراتي کمپنيو د 3g د خدمتونو جوازونه تر لاسه کړي او په نيږدې راتلونکي کې به په لوګر او پکتيا کې هم د 3g د خدمتونو لړۍ پيل شي .

دا په داسي حال کې ده چې په تيرو لسو کلونو کې په هيواد کې د مخابراتو په برخه کې بي ساري پرمختګ د هيرولو نه ده د معلوماتو له مخې دا مهال دهيواد 90 سلنه خلک ټيلفون او يو زيات شمير خلک د انټرنېټ اسانتياوو ته لاس رسي لري .

Copyright Larawbar 2007-2024