کور / تازه خبرونه / پولیس د تعلیم او تربیې پوهنتون محصلینو ته د مرګ ګواښونه کوي

پولیس د تعلیم او تربیې پوهنتون محصلینو ته د مرګ ګواښونه کوي

د تعلیم او تربیې پوهنتون محصلین چې له نژدې لسو ورځو د دوی پوهنتون د نوم اړونې په خلاف لاریونونونه کوي، نن یې د خپلو لاریونو په لړ کې د پوهنتون اداره بنده کړه.
دغه محصلین چې اعتراض کوي چې د دوی پوهنتون ته دې د برهان الدین رباني نوم نه ورکول کیږي، وايي چې د پوهنتون ریاست ورسره ژمنه کړې وه چې د یکشنبې په ورځ به دوی ته د دوی د غوښتنو په اړه ځواب ورکوي.
یاد محصلینو ته لا تر اوسه د پوهنتون د ادارې له خوا ځواب نه دی ورکول شوی، او له همدې امله یې نن د پوهنتون اداره تړلې او د پوهنتون ریس ته اجازه نه ورکوي چې خپل دفتر ته ننوځي.
خو د پولیسو له خوا محصلین شړل کیږي، او ځینې یې په کې وهلي دي، محصلین وايي چې د پولیسو له خوا د مرګ ګواښونه هم ورته شوي دي.
دوې ورځې وړاندې د یاد پوهنتون محصلینو د ولسي جرګې دروازې بندې کړې وې او وکیلانو ته یې اجازه نه ورکوله چې پارلمان ته داخل او یا ووځي.
په همدې ورځ ولسي جرګې ته د هرات وکیل څو محصلین په خپل موټر ووهل، د یوه یې لاس او د بل معیوب محصل یې لکړه ماته کړه.