افغانستان پاکستانيو سوداگرو ته د شپږو مياشتو وېزه ورکوي.

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 2nd, 2012


اسلام اباد : په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت وياند زردشت شمس لرو بر ته څرگنده کړې، افغانستان پريکړه کړې چې پاکستانيو سوداگرو ته به د شپږو مياشتو ملټي پل (اوږد مهاله مسافرت) وېزې ورکوي. اوس پاکستاني سوداگر کولاى شي، چې په افغانستان کې خپله پانگه ولگوي او غوره سوداگري ترسره کړي. نوموړي وويل چې د پاکستان صدراعظم او افغان ولسمشر حامد کرزي د جولاى په مياشت کې په دې ستونزه خبرې کړې وې چې اوس افغان دولت د پاکستاني سوداگرو دغه ستونزه حل کړه او په يوې وېزې افغانستان ته داخلېداى شي. نوموړي زياته کړه چې په دې سره به د افغانستان او پاکستان سوداگريزې اړيکې وده ومومي.

Copyright Larawbar 2007-2024