کور / تازه خبرونه / بمي چاودنې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

بمي چاودنې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

دغه بمي چاودنه دزابل ولايت په شاجوى ولسوالي کې شوې ده . دشاجوى ولسوال قيوم خان وايي چې په چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او يوبل ټپي شوى دى . ده وويل چې دملکي وګړو موټر له شاجوى ولسوالي څخه دنوبهار ولسوالي ته پر لاري وو چې دپېښي سره مخامخ شو نوموړي په دغه پېښه وسله وال طالبان تورن کړل او ويه ويل چې پر ولسي وګړو بريدونه ترهه ګري ده .