بلخ:جميعت پلوه شاګردان د رباني په ملاتړ لاريون کوي

د لراوبر اداره | اکتوبر 2nd, 2012


د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کي د برهان الدين رباني او جميعت ګوند سلګونه پلويان محصلين په ابن سينا سټيډيوم کي راټول سوي او په کابل کي د برهان الدين رباني په نوم د تعليم او تربيې د پوهنتون اړولو د مخالفينو پر ضد لاريون کوي .

د تېري يوې اوونۍ راهيسي په کابل کي د ښووني او روزني پوهنتون د ولسمشر کرزي په حکم د برهان الدين رباني په نامه واړول سو چي ددغه عمل سره په پوهنتون کي دننه ، کابل او يو شمېر ولايتونو کي د محصلينو او زيات شمېر علمي او کلتوري ادارو سخت عکس العمل وباله او د تعليم او تربيې پوهنتون ته د برهان الدين رباني ورکول يې وغندل .

ولسي جرګې ، د مشرانو جرګې او د يوشمېر نورو پوهنتونونو محصلينو هم ددغه عمل سره مخالفت څرګند کړئ دی .

د تېرو پنځو ورځو راهيسي ددغه پوهنتون محصلين درس ته نه دي حاضر سوئ ، پرون لومړنۍ ورځ وه چي قهرجنو محصلينو د پوهنتون دروازه هم تړلې وه او ويل يې چي د رباني د نوم تر ايسته کولو پوري به د پوهنتون دروازه په احتجاجي توګه بنده وساتي .

محصلين دليل وړاندي کوي چي برهان الدين رباني د يوې جګړه ماري ډلي مشر و ، نوموړي په کورنيو جګړو کي فعاله برخه درلوده او د کابل د پوهنتونونو په شمول د کابل ښار او ټول افغانستان په ورانولو کي يې برخه لرله ، محصلين وايي چي نه غواړي دولتي چارواکي د خپل منځيو شخصي او سياسي ګټو لپاره د ښووني او روزني پوهنتون باندي سياسي کاروبار ترسره کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024