ميوند: طالب نښه ويشتونکي ملي پوليس په نښه او وژلی دی

د لراوبر اداره | اکتوبر 3rd, 2012


کندهار ‎:په میوند ولسوالي کې د امنيتي پوستې پیره دار د طالب نښه ويشتونکي لخوا په درازکوف ویشتلی او وژلی دی . دا خبره قاري يوسف احمدي لراوبر ته وکړه .
د نوموړي په وينا دغه پېښه پرون مازدیګر مهال دمیوندولسوالۍ دسپوزو په سیمه کې د ملي پوليسو د امنيتي پوستې یوتن پیره دار د طالبانو د نښه ويشتونکي لخوا په نښه او وژل سوی دی .
که څه هم دولتي چارواکو تر اوسه د طالبانو دغه ادعا نه ده تائيد کړې خو د طالبانو لخوا د نښه ويشتني پېښي تر دې مخکي نه دي تر سترګو سوي .
د چارو څارونکو په وينا طالبانو تر هغه وروسته په خپلو جګړه ايزو تاکتيکونو کي تغير راوستئ چي د ځانمرګو او سړک غاړو ماينونو په پېښو کي د ولسي زیان شمېرې زياتي سوې .
طالبانو د ملي اردو او ملي پوليسو په ليکو کي د نفوذ په زياتېدو سره په بېلابېلو پېښو کي تر پنځوسو زيات بهرنيان ووژل، طالبانو په دې توګه ددولت او بهرنيانو تر منځ اعتماد ته زيان ورساوه او دواړي خواوي يې پر پوځي همکارۍ له سره کتني ته مجبوره کړل .

Copyright Larawbar 2007-2024