پيښور : په نښته کې ٨ تنه ووژل شول

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 4th, 2012


پېښور:دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې دوسله والو جنگيالو او پوليس عسکرو ترمينځ شوؤ نښتو کې څلور عسکر او څلور تندلاري وژل شوي دي.دتندلارو لخوا دغه بريدونه دپيښور په فرنټئير سړک په يوه امنيتي پوسته او په متنو سيمه کې دپوليسو په يوه تاڼه ترسره شوي دي. نښتو کې څلور عسکر وژل شوي او دپوليسو لخوا ترسره شوې ځوابي کارروايۍ کې هم دڅلورو تندلارو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.سرچينې وائي بريد کې دپوليسو يو بکتر بند گاډى تباه شوى دى. بريد کې ژوبل شوي پوليس عسکر دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي دي.په يوه بله پيښه کې دپوليسو دبمونو ناکاره کوونکې پوليسو ډلې په فرنټئير روډ په يو سائيکل نصب شوى ١٠ کلو گرامه بم ناکاره کړى دى.بل لوري ته سرچينې وائي دپاکستان دقبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په بائيزۍ تحصيل کې دشورو په ورځ ترسره شوې يوه مائن چاؤدنه کې درې عسکر ژوبل شوي دي. دحکومتي سرچينو ترمخه امنيتي ځواکونه دافغان پولې ترڅنگ په دغه سيمه کې دمعمول په گزمه بوخت وؤ چې دهغوي گاډى ديوې امنيتي پوستې سره نزدې دمائن سره ټکر شو.دچاؤدنې په نتيجه کې درې عسکر ژوبل شول چې دعلاجل پاره دهيلي کاپټر په ذريعه دپيښور سي ايم ايچ ته ورسول شول.

Copyright Larawbar 2007-2024