کور / شعر / خزان

خزان

راووزه وګلـبـڼ تـه نـنـــداره کــړه دخــزان
نړۍ یې په رنګین هنرزرینه کړې ده خزان
په ګلـبـڼ کـي دګلـونواورنګـونو تماشي دي
دا رنګـینه ښکلې ننداره راایستـلې ده خــزان
د ژړ،شنه اوسره رنګـونه ګـوره په سـیـالۍ
د رنـګــونـو دا هنر بـل مـوسم نه لري لکه خــــزان
جـوړښت یې درنګـونودطبعیت یوه زېــږنه
طلايي رنګ یې دهـنـرښه نـنــداره ده دخـزان
رنګــونه دخـــزان تــل ژړ ستـایي شاعران
ژړاو زرغـون ګـــوره عــجـب جــوړښـت دی دخــــزان
دا رنګین مهال تل لنډ په باغواوسردروکي
بــلــبــله ناکـراره زاغان تل راغلي په خــزان