کور / کیسه / امر صاحب دکشف؛ بم دى بم !

امر صاحب دکشف؛ بم دى بم !

لنډه کيسه

نن ورځ دتورخم او جلال اباد لويه لار تر سختې څارنې لاندې نيول شوى وه پدې ورځ امريکايانو په جلال اباد ښار کې وژنې کړې وې ، که څه هم دامريکايانو يرغل jته هيودوال په هغه سترګه نه ګوري څومره چې يې دروسانو يرغل ته کتل، نيم دولتي چارواکي او عام ولسي وګړي يې يرغل بولې خو دچا دکور په دروازه چې د ډالرو ډک جيبونه ورننوځي هغوى ورته يرغل نه وايي، له همدي اختلافه ډيري پيښې زيږيدلې دي.
پدي ورځې امنيتي حالات ډير خراب و ، زه هميشه په سفر کې هڅه کوم چې په لوى موټر کې سفرو کړم دځوانوموټرچلوونکو د تيزوالى زاره مې زاره ترکه چوي ، په لوى موټر(سرويس) کې خود يوې خوا مسافر چلوونکى تيزوالى ته نه پريږدي او بل يى چلوونکى هم دنورو ځوانوچلوونکو په نسبت قابل وي ،که څه دلارې په اوږدو کې دپوليسو تالاشي په لوى موټر کې مسافر بې حوصلې کوي خو زه دسفر پر مهال لويه حوصله لرم او دهرې بدې پېښې انځور ګرى کوم په خپل مغز کې يې دکمپيوټر په شان ساتم دا زما ښه او که بد عادت دى خو دى.
دتورخم دلوى لارې دسفر په وخت زمونږ دسپرليوسرويس چې اوس ورته خلک کاسټر وايي ډکېدو ته په رسيدو وچې درې څلور نظامي ځوانان مخې ته شول دوه يې دتالاشۍ په موخه کاسټر ته راوختل هره يوه سپرلۍ يې تر پښو پورى تلاښي کوله دکړکۍ نه مې بهر وکتل دعسکرو شمېر ترلسو هم زيات شو تلاښيوان چې ماته را ورسيد ويل يې ودريږي دنورو سپرليو په څير يې راباندې لاسونه پورته کړل خو زما دواسکټ جب ته يى چې لاس کړ او بيا په وارخطايى سره لاس زما له جيبه وويست په هيبيتى اواز يى دکاسټر په خواکې ولاړ بريتور سړى ته وويل امر صاحب بم دى بم .
ددې په اوريدوسره په کاسټرکې کانکو شو، ښځوچغې اوماشومانوبغارې کړې، ځينې سپرليو په دروازه او ځينې په کړکيو له کاسټر ځانونه وايستل دتلاښۍ عسکر ماته دټوپک شپيلۍ ونيوه وې ويل ژرشه چې نورې سپرلۍ به هم له ځان سره ووژنى کوزيږه له کاسټره يې په ګواښونوکوزکړم زه پدې هڅه کې وم چې جيب ته لاس او پوهه يې کړم داسې چغې اوشورشوچې تلاښيوان زماخبره نه اوريده مابياجيب ته لاس کړپه دويم ځل پرما راټول شوى عسکر وتښتيدل دوو راباندې د ټوپک لټونه ووهل خو آمر صاحب دنه امر ورکړ وې ويل ژوندى يې نيسو، ما بم له جيبه راوويست دبم سره اشاره لګيدلې وه آمرد کشف خپلو عسکرو ته دپروت امر وکړ خو نوي روزل شوى عسکر په پروت پوهه نشول ما دبم سره اشاره بنده کړ امر دکشف ته مې وويل ډاډه راسه، هيڅ خبره نشته مايې سره اشاره بنده کړه امر دکشف بيا راباندې عسکر راټول او ما چې ترڅو دکشف دامر دپوهولو هڅه کوله دسترګو په رپ کې يې کوټې ته رسولى وم دکشف امر امر وکړ دبم سره اشاره يې بنده کړى ښايي دځان دوژنې ويره ورسره پيدا شوى وي اوکه چاودنه هم کيږي په کوټه کې به پر ې خپله ووژل شي دومره لوى بم ندى چې دکوټې علاوه نور تاوان به ورسوي دکوټى کړکيو ته هم څوک نه رانږدى کيدل زه هم دې بدې پېښې حيران کړم او دفرانسوي نظامي استادانو هغه وينا راپه زړه شوه چې دافغان ملي اردو دځوانانو او افسرانو روزنه ځکه نيمګړى پاتې ده چې دوى بې سواده دي، زه چې کړکۍ ته نږدى شوم ترڅو يو تن سره خبرى وکړم دعسکرو د پښو دربارى شو دکوټې ترڅنګ راټول نوي روزل شوي ځوانان بيا تيت شول خو يو تن چې کوټى ته رانږدى کيده او په موضوع خبر نه ؤ ورته مې وويل امر دکشف ته ووايه چې بم خنثى دى راشه چې پوهه دې کړم پدې انتظار وم چې گرځنده او مخابرو باندې هرې خواته دا يوه خبره کيده ويل يي يو تن مو دتلاښۍ پر مهال دبمه سره نيولې او بم خنثى شويدى تحقيقات ترى روان دى دا مخابرې لا روانى وى چې امر دکشف دروازه خلاصه کړه وى ويل لومړى تحقيقات درڅخه کوم او دا وعده درکوم رښتياوايه ستا اصلى هدف د چا وژنه وه بيا يې تکرار کړه که داعدام امر درباندې وشو مرسته درسره کوم، ما ورته وويل دلمانځه او ډوډى وروسته به ټولو سوالونو ته ځواب درکړم دبريتور له ويناوسپکو سپورو او اخلاقو داسې څرګنده شوه چې دکشف امر پخوانى کمونست دى ځکه زه يې په داسې حال کې چې لاسونه مې شاته اړولي ؤ اوکوټه کې يې اچولم خپلو عسکرو ته يې وويل چې ږيره يې پر مخ وه دتلاښۍ پر مهال يې تر پښو وګورى هسې نه بل ملګرى يې هدف ته ورسيږي.
سپکې سپورې اوغيراخلاقي وينايې ئى راته بيا تکرار کړه قلم او کاغذ يى راوخيست وى ويل تا ته دډوډۍ او لمانځه وخت نشته دچا وژل دى هدف ؤ دده اخلاقو او دڅو سوالونو ليک مي چي وليدپوهه شوم چي په کمونستي رژيم کي ورته له پوستي رتبې ورکړل شوي ماکه هرڅولويه حوصله درلوده خو د سپکو سپورو په ويلومې دلاسه ورکړه جيب ته مې لاسه کړ چې که زه هم له منځه ځم دا دکشف امر خو بايد له ځانه دمخه کړم زما جيب ته لاس کول ؤ او شايد زما اراده يى هم درک کړى وي امر دکشف زما دحرکت سره له کوټى منډه کړه . هغه عسکر چې له کړکيو زما او دکشف دامر ننداره کوله ټولو منډه کړه په زړه کې مې دا ارمان چې دکشف امر به له ځانه دمخه کوم پاتې شو.
زه بيا په کوټه کې انتظار پاتې شوم له ځانه سره مې وويل که بيادکشف آمرد تحقيقاتو لپاره راغى له ځانه به يى مخکې کوم که زه هم ووژل شم نو دخپل له مرګه ورسته به بيا راته دکور او کلي خلک به فدايي وايي دداسې مرتد په وژلو پدې باور يم چې جنت به مې په نصيب وي خو څرنګه چې ما په زړه کې کرل ريبل هغسې به زما دلاسه دکشف دامر دوژلو قسمت نه ؤ .
په دويم ځل دتحقيقاتو دپاره يو ديوې ښکلې نوراني څيرې خاوند چې سپينې جامې يې په تن دمقدس جهاد د دوران پکول يې پرسر کوټې ته راننوت زما او دده سترګى چې سره ولګيده يو بل ته مو په روښانه تنديو وکتل دروغبړ وروسته يې راته وويل داسې ښکارى چې ما او تا سره کوم ځاى کې ليدلى ښه شوه چې زه درته دتحقيقاتو لپاره راغلم حال وايه او دحال دمخه دا هم د رته وايم چې زه يو مجاهد يم مجاهد .
ما بيا جيب ته لاس کړخو مجاهد زړور ولاړ و له مايي هيڅ ويره په زړه کې رانغله وې ويل :
په اصلى مقصد مې پوه کړ ه ، دا مجاهد چې ښايي ددى ټولې ساحې امر به وماحقيقت ورښکاره کړ په خندا دکوټې راووتو، امر دکشف او عسکريې راټول کړل ورته يې وويل لږ څه فکر کوئ دا مجرم او ځانمرګى ندى دا زه ښه پيژنم ماته يې په اخبار کې څو ځلى خبرونه چاپ کړى زما عزت يې کړى دا يو ژورنالست او ليکوال دى ماته يې اشاره وکړه هغه بم راکړه ما چې بم ورکړه ورته يې وويل تاسې او ستاسې دکشف امر دى خداى پوهه کړى دا بم ندى دا ډيجيټل کمره ده کمره .