په کند هارکي یوي چاودني دووپولیسوته مرګ ژوبله واړوله.
59
کندهار :دکندهارڅخه لراوبر پاڼی ته رارسیدلې خبر وايی چي،نن ماښام نږدي اووه بجي دکندهار ولايت دارغنداب ولسوالۍ دناګهان دسيمي اوښارترمنځ په لسمه امنيتي حوزه کي دیوه ماين چاودني له امله یوپولیس مړاوبل ټپي شویدی.
د کندهار دوالي ويان احمدجاويد فيصل ويلی،چي چاودنه هغه مهال رامنځته سوه ،کله چي پوليس په سيمه کي دتېرېدوپه حال کي ګزمه کوله . هغه وایی چي چاودیدونکي توکي یی تر يوه پلچک لاندي ځاى پرځاى کړی وو،کله چي دپوليسودرنجر موټر له سیمي څخه دتېرېدو پر مهال روان و،دريموټ کنټرول په وسيله چاودنه ترسره شوه.
په ميرويس روغتون کي نوکريوال ډاکټر رسنیو ته ویلې،چي روغتون ته يووژل سوى پوليس وروړل سوي، مګرزخمې کسان لاتراوسه پوري روغتون ته نه دي رارسیدلي .
ديادوني وړده چي دڅواوونۍ راهیسي په پرله پسې توګه په ښارکي چاودني کیږي او دپوليسو په ګډون کي يې ملکي وګړو ته هم ډیره مرګ ژوبله اړولې ده.