ملي موزيم ته يولرغونى اثر وسپارل شو

د لراوبر اداره | اکتوبر 5th, 2012


دتلي دمياشتې په ١٥نېټه دسپرې ولسوالۍ يوه قومي مخور مشر الحاج علي خان يو لرغونى تاريخي اثر چې دسپيرې ولسوالۍ دسورکخ په سيمه کې يې پيدا کړى و،خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي تهوسپارلو چې ولايت مقام دغه لرغونى اثر رسماً داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ملي موزيم ته وسپارلو.
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دقومي مخور مشر الحاج علي خان څخه دزړه له کومې مننه وکړه چې په وطن دوستۍ اودخپلو ملي شتمنيو اولرغونو اثارو سره دميني په اساس يې دغه پيدا شوى لرغونى اثردخوست ولايت ملي موزيم ته دسپارلو په موخه راوړو ،خوست والي زياتوله چې لرغوني اثار دهېواد ملي شتمنۍ بلل کيږي چې په تاريخي لحاظ ديوه هېواد دهويت اوتاريخ ژورې رېښې په ډاګه کوي ،نوموړي وويل افغانستان دټولو ګډ کور دى هرهغه څوک چې تاريخي اثار لري بايد په ملي مسووليت سره يې دساتنې په خاطر ملي موزيمونو ته وسپاري ،نوموړي له خوست مېشتو غوښتنه وکړه که چيرې په خپلو کورونو کې تاريخي اثار لري بايد په هېوادنۍ مينه اوملي احساس سره يې دخوست ملي موزيم ته وسپاري ترڅو په دې سره ددې مېنې دلرغونې تاريخ بېلګې دتل لپاره ژوندۍوساتل شي.


افغان وتلى لرغون پيژندونکي پوهندوى رسول محمد باوري او اوس مهال دشيخ زايدپوهنتون رئيس ددغه لرغونې اثرپه ليدلو سره وويل چې دلرغون پيژندنې ددې اصل په اساس چې دلرغونو اثارو دپيژندلو په تړاو هيڅ احتمال د ردولو وړ ندى اوهغه احتمال چې يقين ته نږدې وي بايد ترڅيړنې لاندې ونيول شي ،نوموړى وايي چې ددغه اثرپه ارتباط دوه احتماله شتون لري لومړى داچې دغه لرغونى اثر داوبو دحيوان فوسيل دى چې له ١٥٠٠٠زره کاله وړاندې زمانې سره تړاو لري چې هغه وخت دميزوليتک يادډبرې دمنځنۍ دورې په نوم ياديږي چې ددغه ډول اثارو بېلګې دخوست په ګاونډويو سيمو په ځانګړې توګه دغزنې په ناور ولسوالۍ کې ليدل شوې دي چې دزمانې په ژبه ددې مانا ورکوي چې دلته به يو وخت زياتې ژورې اوبه وي اولوى جمعيت به مېشت وو.


نوموړى دوهم احتمال دا څرګندوي چې دغه اثرپه غالب ګمان فګورين يا اناهيتا دى چې دوه زره کاله تاريخ لري چې دبودايي دورې څخه راپاتې دى باوري زياتوي چې دلرغونې پيژندنې ددې اصل په اساس چې هراثر بايد دچاپيريال ترمطالعې وروسته ترمعاينې لاندې ونيول شي   دا به ترلابراتوري معاينې وروسته په ډاګه شې او دپورتنيو دوه احتمالاتو څخه به يو ددغه لرغوني اثر اصلي تاريخ په ډاګه کړي.


دغه اثرپه داسې حال کې موزيم ته سپارل کيږي چې تردې وړاندې هم يوشمير وطن دوسته کسانو ځينې لرغوني اثار موزيم ته سپارلي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024