افغان سوداګردچین سره پرسوداګریزو اړیکو نیوکې کوی.

59 | اکتوبر 7th, 2012


په چین کي دافغانستان دسوداګریزوخوني رییس فیض محمد قاسمي وایی چي اوس دافغانې سوداګرودمالونو په لیږلواو واردولوکي زیاتې ستونځې رامنځته سویدي.دهغه په خبره دڅلورومیاشتوراهیسي دنامالومودلیلوله مخې دافغانستان اوچین ترمنځ دکابل -اورومچي مستقیمي الوتنې په ټپه دریدلي دی،چي له امله یی دسوداګرو سوداګریزتوکي دلاری په اوږودوکي دقزاکستان اوازبکستان هیوادونو په خاوره کی پاته دی. نوموړۍ ددولتي چارواکودپروایی له امله اندیښنه وښوده ،چي پردغوسوداګریزوتوکو باندي هره ورځ دټکس بیه زیاتیږی. له بلې خوادولتي چارواکي بیا وایی چي په کابل کی دچین سفارت افغانی سوداګروته کمي ویزی ورکوي اودازبکستان دولت دوه ګوني سیاست دغه ستونځې نوري هم ډیری کړیدی.دافغانستان دملکی هوایې اوترانسپورتی چارووزیر نجفي وایي که چیری دچین سفارت افغانې سوداګرو ته دپنځوسوڅخه ترسلو پوری ویزی ورکړی ،دافغانستان هوایې شرکتونه هیڅ کوم مشکل نلری اوالوتنې به بیر ته له سره پیل سي.
افغانستان دچين سره په پراخه پیمانه سوداګریزی اړیکی لری او د چین هیوادهم د افغانستان په خاوره کي د پانګونې ډیر تړونونه لاس لیک کړی دی ، چي بیلګه یی د عینک میس او د آمودسیند پرغاړه د تیلواوګازودرایستلوپه باره کي ډیري پانګه اچولي ده.

Copyright Larawbar 2007-2024