کور / تازه خبرونه / پولیسو دتعلیم اوتربیې دمحصلینو سرونه اوپزي ورماتي کړې

پولیسو دتعلیم اوتربیې دمحصلینو سرونه اوپزي ورماتي کړې

دکابل دتعلیم اوتربیه پوهنتون لاریون کوونکو محصلینوچي شمېر یې سل ته رسیدﺉ نن دخپل سولیز لاریون په ترڅ کښي دنوموړي پوهنتون دروازه دسهار پرنهه بجې یوځلي بیا وتړل. د لسو دقیقوڅخه وروسته، په لسګونو رنجران دپوهنتون مخي ته حاضر سول اودمحصلیونو په ډبولو او وهلو یې شروع وکړه. په یادو محصلیون کښي دجنوبي غرب حوزې دتکړه لیکوال، شاعر، اوسیاستوال محمدیار یار په شمول دڅو تنو لاریون کوونکو سرونه او پزي په کونداغونو مات او بدنونه یې سخت ژوبل سوي دي.

په تېره اوونۍ کښي د تعلیم او تربیې دپوهنتون محصلینو له جمهور رئیس حامدکرزي سره هم له نزدې خبري کړي او ورڅخه غوښته یې کړې وه چي ددوی دپوهنتون څخه دسولي دعالي شورا دپخواني مشربرهان الدين رباني په نوم لوحه لیرې کړي.
ولسمشر ددوی څخه وخت واخیست چي دبرهان الدين رباني له زوى صلاح الدين رباني سره په دې اړه خبري وکړي او بیا به محصلینو ته خپله پرېکړه واوروي خو جمهور رئیس حامد کرزي تردې مهاله محصلینو ته نه دصلاح الدین رباني اونه خپله پرېکړه اورولې ده.

د لاریون کوونکو محصلینو له جملې څخه محمدیاریاردپوهنتون له دروازې څخه پولیسو په داسي حالت کښي له ځان سره یو وړ چي سر یې مات او ویني یې پرکالو رواني وې. تر دې مهال دمحمد یار درک نامعلوم دﺉ.