زابل: په شاجوی کي د ۲ پروژو کار پيل سو

د لراوبر اداره | اکتوبر 9th, 2012


چارواکی وایی دغه دواړي پروژی دسیمي په ګټه دي ځکه چی دمسولینوپه خبره شاه جوي ددی ولایت یودبانفوسه اوناامنوولسوالیوڅخه شمیرل کیږي چی دبیا رغوني کارونه پکي ټکني دی .دشاهجوي ولسوال غلام صدیق وایی دښاروالي لخوا په لمړي ځل ۲ پروژی چی یوه دښارڅخه دمزدورانوپه واسطه دکثافاتو ایستل اودوهمه هم دخلکو دملکیتونو اوهټیو ثبتول دی چی هغوی ته ورسته په رسمي ډول دښاروالي لخوا جواز ورکول کیږي ترڅو دخلکو ملکیتونه رسمي بڼه خپله کړي .ولسوال وایی که چیرته دولتي اداري اوخیره بنسټونه دغه ولسوالي ته توجه وکړي نودا ولسوالۍ به هم دمرکزپه څير اباده وی.

خو ددی ولسوالی ځایی اوسیدونکی وایی چی دوي په هره برخه ستونزوي لري .ددي ولسوالي یوشمیر خلکو درسنیوسره په خبرو کی ویلي چی پوهنه یی کمزوي بیا رغونه یی ټکني اودروغیتا په برخه کی ګڼي ستونزي لري .خو درمپپ موسیسی په مرسته دښاروالي لخوا دغه دوي پروژي یوه لاسته راوړنه ګني

جنوبی رمپپ دافغانستان په جنوبی ولایتونو کی دښاروالیو دظرفیت دلوړلو، دکثافاتو راټولو او دښاروالی عوایدو دپورته کولو دپاره کار کوی چی پدی وروستیو دیوشمیر ښاروالیو دچارواکو په وینا عواید یی دپخوا په پرتله زیات شوی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024