کور / اقتصادي / امريکايي او اروپايي سياستونه نړيوال اقتصاد ته ګواښ

امريکايي او اروپايي سياستونه نړيوال اقتصاد ته ګواښ

د پيسنو نړيوال صندوق په خپل يو اوږده رپوټ کې خبردارى ورکړى چې د يورو حوزې د بحران د دوام او د امريکا د ناسمو سياستونو له امله د نړۍ اقتصاد لا زيات خرابيږي.

دا رپوټ په داسې حال کې خپور شوى چې ټاکل شوې د نړۍ د پرمختللو اقتصادي هېوادونو د ماليې د وزيرانو غونډه د جاپان په پلازمينه توکيو کې جوړه شي.

په دې رپوټ کې راغلي:

” د نړيوال اقتصاد په اړه لوى ټکى دا دى چې دا بهير به له تمې سره سم يو بل ستر ټکان وخوري او سقوط به وکړي او که به د بحران تدريجي لړۍ همداسې دوام وکړي؟ نړيوال اقتصاد د اروپايي هېوادونو په سياستونو او امريکايي تصميم نيونکو پورې اړه لري چې دوى له خپلو لنډ مهاله اقتصادي ننګونو سره څه ډول چلند کوي.”

په رپوټ کې دغه راز ويل شوي چې د پيسو نړيوال صندوق خپل اقتصادي پرمختګ چې 5.3 سلنه يې اټکل کړى و، 3.3 سلنې ته را ټيټ شوى دى. په داسې حال کې اسيايي هېوادونه مخ پر ودې هېوادونه ګڼل شوي، د يورو د حوزې د هېوادونو اقتصادي پرمختګ 4،0 سلنه را تيټ شوى دى.

د پيسو د نړيوال صندوق رييس د رپوټ په پاى کې د نړۍ ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د يورو حوزې رهبرانو او امريکايي تصميم نيوونکو ته خبردارى ورکړى چې که له مالي او د پور له بحرانونو سره سمه مبارزه ونه کړي، نو ښايي د نړۍ اقتصاد له ګواښ سره مخ کړي. ځکه د همدې بحرانونو لړۍ وه چې پر يادو هېوادونو يې فشار راوړ چې سخت اصلاحي سياستونه پلي کړي او دا اصلاحات ددې لامل شول چې پر خلکو فشار راوړي او هغوى سړکونو ته را ووځي.