پوځي روغتون: د ملالۍ يوسفزۍ روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی
د سوات اوسېدونکې ملاله یوسفزۍ نن د سوات په مينګوره کي ناڅرګندو کسانو
لخوا په داسي حال کي په ډزو زخمي سوه چي د ښوونځۍ په موټر کي د نورو
ماشومانو سره يو ځای د کور خواته روانه وه .
د ښوونځی موټروان په وينا کله چي زده کوونکي له ښوونځۍ د کور خواته تلل ، يو کس
له ده څخه وپوښتل چي په ناستو کسانو کي ملالۍ کومه يوه ده ، موټر وان ورته ويلي دي
چي ملالۍ دلته نسته ، ددې خبري سره وسله وال کس ټکان وکړه ، ملالۍ يوسفزۍ په
سر کي او يوه بله زده کوونکې په لاس کي زخمي سول او بريدګر وتښتېدئ .
د مېنګوري روغتون يوه ډاکټر تاج محمد په وينا ، ګولۍ د هغې د غاړې له پوستکي د
کیڼۍ سترګې بره نښتې ده. دی وايي چې د روغتون له خوا یې هغې د لومړنۍ طبي درملنه
ورکړې او د پښتونخوا تر ټولو لوی نیورو سرجن ( دماغ سرجن) ډاکټر ممتاز سره خبرې شوې
دي او هغه یې د اپرېشن لپاره تیار ولاړ دی .
نوموړې چي د درملني لپاره د هيليکپټر په وسيله دپېښور پوځي روغتون ته
لېږدول سوېده هلته يې هم ډاکټران روغتيايي حالت له خطره وتلئ بولي .
د ځينو پاکستاني رسنيو د خبر په حواله د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ويلي دي
چي که د ملالي يوسفزۍ ددرملني لپاره بهرني هيواد ته اړتيا پېښه سي نو حکومت به يې
په بهرني هيواد کي درملنه وکړي .
پر ملالۍ يوسفزۍ د بريد پېښه په يوې امنيتي سيمه کي د لوړ پوځي پوړو
چارواکو دفترونو او پوځي چوڼۍ څخه تر يو کيلوميټر په لږه واټن کي رامنځته سوه خو
بريد کوونکی ونه نيول سو .
پاکستاني طالبانو پر ملالۍ يوسفزۍ د بريد پړه پر غاړه اخستې ده ، پاکستاني
طالبانو تر دې مخکي هم څو ځله ملالۍ يوسفزۍ ته د مرګ ګواښ کړئ و .

ملالۍ يوسفزۍ دوه کاله مخکي هغه وخت مشهوره سوه چي پر سوات د طالبانو او
پاکستاني پوځيانو د خونړيو جګړو پر مهال يې په سيمه کي پر روانو حالاتو او د
ښوونځيو بندېدلو په اړه د ګل مکۍ په مستعار نامه ليکني کولې چي دغه ليکني بيا
د بي بي سي په اردو ژبي ويبپاڼه کي په مستعار نامه خپرېدلې خو د نوموړي د سولي او
په ځانګړې توګه د ماشومانو د حقوقو په اړه مبارزه او هلي ځلي هغې ته نړيوال شهرت ،
د پاکستان د حکومت لخوا د سولي جايزه او د نړۍ په کچه د ماشومانو جايزې ته تر
کاندېدېدلو پوري ورسوله .
د نوموړي د زخمي کېدو د خبر په خپرېدو سره په افغانستان او نړۍ کي زيات شمېر
پښتنو ليکوالو او شاعرانو د هغې په ملاتړ قلمونه پورته کړه ، اشعار وليکل سول او
پيغامونه خپاره سول . د لراوبر ويبپاڼي اداره ملالۍ يوسفزۍ ته د عاجلي روغتيا
دعا کوي او نامرده ، ناځوانه او پښتون دښمنو بريدکوونکو ته يې د پښتون
شاعر غفور لېوال دغه بيتونه ور يادوي .
له
هرڅاڅکي به یې زیږي زر لمرونه
پرې
تودیږي به کتاب ته ناستې نجونه
پوره شعر