کور / شعر / في البديهه مشاعره

في البديهه مشاعره

زما پر وړاندې د رقيب نوم اخلي
ته دا دوه مخې ايينه وګوره
درمان
چې نه خندا کړي نه زړګی ورکوي
دغه بې مينې زمانه وګوره
تسکين
ستا ديارۍ په ګناه دار ته خېږم
راشه دا لويه تماشه وګوره
درمان
د بم خوراک زما د کلي ژڼي
دا د ويرونو ښاريه وګوره
تسکين
اخ دا بوډۍ ښځه چې خير ټولوي
ته يې دا بژه بژه لوپټه وګوره
درمان
هيڅ د ښکلا سرحد يې نه دی مالوم
واه دا ګلرنګه دردانه وګوره
تسکين
څه تکې سپينې پيغلې پنډې دي پرې
هغه د بر کلي چينه وګوره

درمان
زه د غربت له لاسه وږی ګرځم
ستا دا خاني او دبدبه وګوره
تسکين
وايي چې مينه کوې سربه بايلې
ته دا غلطه فيصله وګوره
درمان
ستا د هجران په اور لمبه لمبه شوه
دا د تسکين سوې څېره وګوره
تسکين
مړه د دې لارې نه نشي ديدن
درمانه بله طريقه وګوره
۱۳۹۱/۷/۱۲
د شپې درې بجې پکتيا ميډيا سنټر