سعودي د بلخ زینبیه د دارالعلوم سره مرسته وکړه

د لراوبر اداره | اکتوبر 10th, 2012


بلخ: د بلخ ولایت د مرکز اړوند د زینبیه داناثیه دارالعلوم سره د سعودي عربستان لخوا د یو شمیر قر طاسیې مرسته وشوه .
په دغه مرسته کې د ښوونځیو ۲۰۰۰ بکسې ، کتابچ، او قلمونه شامل دي .
په هغه غونډه کې چې د روان کال د تلې دمیاشتې په ۱۹ مه نیټه د نوموړې مدرسې په انګړ کې د مرسته شویوموادو د ورسپارلو په موخه جوړه شوې وه دپوهنې رئیس د سعودی عربستان له دغې مرستې مننه وکړه او دپوهنې په برخه کې یې د دوی دلازیاتو همکاریو غو ښتنه وکړه . چې بالمقابل دسعودي عربستان د دولت استازو ژمنه وکړه چې په را تلونکي کې به د پوهنې له برخې سره نورې ډیرې مرستې کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024