خوست والي: دخوست ګردېز سړک چاري بايد ژر او ښه تکميل سي
دخوست ګرديز دسرک دجوړيدو دکارونو په ښه تکميل سره به له يوا دخلکو دتګ او راتګ په وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي اودبلې خوا به ورسره سم اقتصادي اوتجارتي فعاليتونه چټک شي ،دغه څرګندونې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دچهارشنبې په ورځ دجرګوپه کورکې دخوست ګرديز دسرک دجوړيدو دپژوژې له مسوولينو سره ديوې ځانګړې ليدنې پرمهال وکړې.
په پيل کې ديادې اساسي پروژې دپلي کيدو مسوولينو ددغه سرک دجوړيدو دکارونو ،بهير او څرنګوالي په اړه خوست والي ته بشپړ معلومات وړاندې کړل ،دوى وويل چې ددغه اساسي پروژې ټول پاتې کارونه به دقراردادله مخې په خپل ټاکلي وخت کې تکميل شي دوى زياتوله چې چې ددغه سرک دجوړيدو ټولې چارې به په اساسي توګه اوښه څرنګوالي سره سرته ورسيږي اودخلکوپه وړاندې پرتې ټولې ستونزې به هوارې شي.
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دخوست ګرديز سرک دکارونو تکميل دخوست اوپکتيا ولايت دولسونو اساسي اوپرلپسې غوښتنه ياده کړه نوموړي وويل چې ددغه اساسي پروژې دکارونوپه تکميل سره به ټول مسافرين دتګ او راتګ پرمهال له ستونزو خلاص شي اوپه دغه ولايتونو کې به د لازياتو اقتصادي پرمختګونو اوسوداګريزو فعاليتونولپاره زمينه مساعده شي.
خوست والي دخوست ګرديز دسرک دپروژې له مسوولينو غوښتنه وکړه ترڅو ددغه اساسي پروژې په ټولو کارونوکې ټولو معيارونوته توجه وکړي اودغه پروژه له پلان اونقشې سره سم په ښه څرنګوالي بشپړ کړي دغه ليدنه په داسې حال کې ترسره کيږي چې اوس مهال يوځل بيا ددغه سرک دجوړيدو چارې ګړندۍ روانې دي.