راتلونکې ٤٨ ساعته د ملالې ژوند ته مهم دي”

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 10th, 2012


پېښور:د پېښور په پوځي روغتون کې ډاکټران وايي چې په بریالیتوب سره یې د سولې جایزې ګټونکې ملالې ېوسفزۍ له بدنه مرمۍ ايستلې.د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين په پېښور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د ملالې روغتیايي حالت اوس ښه دی. نوموړي هېواد والو ته د ملالې د جوړېد لپاره د دعا کولو اپېل وکړود حکومت له خوا د ملالې یوسفزۍ د درملنې لپاره بهر ته د وړلو لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي دي.حکومتي چارواکي وایي که د ډاکټرانو ډلې پریکړه وکړه چې نوموړې دې بل هېواد ته واستول شي نو په سمدستې توګه به دغه کار تر سره شي.بهر ته د استولو لپاره مرکزي حکومت یوه الوتکه پېښور ته را لېږلې ده.خو د نوموړې پلار ضياالدین رسنيو ته وویل چې ډاکټرانو اوس مهال د ملالې بهر تو وړل منع کړي دي.ښاغلي یوسفزي زیاته کړه راتلونکې ۴۰ ساعتونه یې د لور د روغتيا او ژوند لپاره ډېر مهم دي.ملالې باندې د برید له امله نن (چارشنبه د اکتوبر ۱۰مه) په سوات کې د احتجاج په توګه د سیمې شخصي ښوونځي تړل شوي دي.د دغو ښوونځیو د اتحادیې مرستیال مشر فضل ربي وويل د احتجاج موخه دا ده چې حکومت باید د زده کونکو د ژوند د خوندي ساتلو په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي.د سوات د ښوونځیواتحاديې یو بل مشر صادق عزيز وايي په ملالې تر بريد وروسته یو ځل بیا د سوات په زده کونکو کې وېره خپره شوې ده د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني هم د چارشنبې په ورځ د ملالې د پوښتنې لپاره د پېښور پوځې روغتون راغلی و.نوموړي زیاته کړه له برید سره به په ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېره کمه شي او د ویرې لرې کول به ډیر وخت ونیسي.په ملالې د وسلوالو بريد د سيلانۍ سېمې سوات اوسېدونکي ډېر خواشینې کړي دي. دوی دغه برید په سختو ټکو وغنده .مينګوره ښار کې د ملالې یو ګاوڼدی محمود رفېق بابو وويل د استخباراتي ادارو چارواکو به د ملالې پلار ضياالدين یوسفزي ته ویل چې د لور ژوند دې په خطر کې دی خو دوی بیا هم د هغې د امنیت لپاره هیڅ ونه کړل.د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک په پېښور کې خبریالانو ته وویل چې د ملالې پلار په خپله درې وارې د چارواکو له خوا د هغوی د امنیت واړندېز رد کړی دی.نوموړي زیاته کړه په ۱۴ کلنې ملالې د برید ګرو بشپړ معلومات یې تر لاسه کړي او بریدګر به ډیر ژر ونيول شي.څوارلس کلنه ملاله چې د امن سفېره هم ده په سوات کې د ماشومانو اسمبلۍ مشره ده. د سوات يو زده کونکي تحسين محمود چې د دې اسمبلۍ غړی هم دی وايي ملاله یوه تکړه زدکوونکې وه.فضل خالق چې د سوات په خوشحال پبلک سکول کې د ملالې د انګلیسي ژبې ښوونکی دی وايي ملاله یوه ډېره ذهينه زده کونکې ده، هغې د ښوونځي په هره برخه کې ونډه اخیسته، که هغه د لوبو ډګر و، د رسنیو سره خبرې او یا هم په ښوونځي کې د ویناو یا تقريرونو مراسم وو.ملالې چې د بې بې سې لپاره یې د ګل مکۍ په مستعار نوم سره یاد داښتونه ليکل د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۹مه) په سوات کې د پاکستاني طالبانو له خوا په بريد کې د دوو نورو ملګرو سره ټپۍ شوه.د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني هم د چارشنبې په ورځ د ملالې د پوښتنې لپاره د پېښور پوځې روغتون راغلی و.پاکستان کې نژدې ټولو سياسي ګوندونو مشرانو په ملالې بريد په سختو ټکو کې غندلی دی او د حکومت نه يې د برید ګرو د نیولو غوښتنه کړې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024