پر ملالۍ يوسفزۍ بريدکوونکي ونيول سول
د پاکستان امنيتي ځواکونو د سوات په مينګوره کي هغه پر ملالۍ يوسفزۍ بريدکوونکی او د هغه دوه همکاران نيولي دي .
په اسلام اباد کي د هالنډ NOS راډيو خبريال د يوې باوري سرچينې د خبر پر اساس وايي چي درې کسان نن ماځيګر په مينګوره کي هغه سيمي ته نژدې ونيول سول چيري چي څلور ورځي مخکي پر ملالۍ يوسفزۍ بريد سوئ و . که څه هم ددغو درو کسانو په اړه پاکستاني چارواکو ډېر جزيات ندي خپاره کړي خو ويل کيږي چي دا لومړنۍ داسي پېښه ده چي د افغانستان او پاکستان ولسونو يې په يوه خوله د بريدکوونکو نيول او په تر ټولو سخته سزا د محکومولو غوښتنه کړېده .
ملالۍ يوسفزۍ دا مهال پېښور ته نژدې د راولپنډۍ په يوه پوځي روغتون کي بستر ده ، د ډاکټرانو په وينا پر هغې د خدای فضل سوئ دی ، ځکه مرمۍ سرته ننوتلې خو مغزو ته يې زيان ندئ اړولی .
تېره ورځ د پاکستان په يو شمېر ښوونځيو کي زده کوونکو د ملالۍ يوسفزۍ د روغتيا دعاګاني وکړې ، د افغانستان د پوهني وزير هم نن اعلان وکړ چي سبا ته به په ټول افغانستان کي ۹ مليونه زده کوونکي د ملي سرود وروسته د ملالۍ يوسفزۍ د روغتيا د پاره خدای تعالی ته لاسونه پورته کوي .
د امريکا په ګډون د يو شمېر هيوادونو ولسمشرانو ، بهرنيو چارو وزيرانو او لوړ پوړو چارواکو هم پر ملالۍ يوسفزۍ د بريد غندنه کړېده .
پښتنو شاعرانو، ليکوالو ، د مدني ټولنو استازو او د ښځو چارو مدافعينو هم په خپلو پيغامونو او شعارونو کي پر ملالۍ ميوندۍ بريد د اسلام، افغانيت او پښتونولۍ ضد عمل بللی دی .
۱۴ کلنه ملالۍ يوسفزۍ چي د ويشتل کېدو څخه نن په څلورمه ورځ هم د کوما په حالت کي ده ، پر سوات د پاکستاني طالبانو دولکې پر مهال د ښوونځيو بندېدلو او جګړې پر ضد مبارزۍ ته ملا وتړله او د يوې ۱۲ کلني قهرماني په توګه يې بېسارئ شهرت او پاملرنه جلب کړه .