کور / شعر / دماشومی ملالې یو سفزی د روغتیا په هیله

دماشومی ملالې یو سفزی د روغتیا په هیله

د پښتون دقوم غښتلې ښائیستي ملالې ښه سي
دعلمیت دکورڅراغ بلې ډیوي ملالې ښه سي
دخیبردغرولمن کي راپیداشوی دي نړۍ ته
دسوات د سیمې ګرانې پښتنې ملالي ښه سي
دظالم مرمي بیا څنګه بي خبره تاته راغله
دغرورله ویاړه ډکي نګینې ملالې ښه سي
ستا دهیلولوی ارمان به کله بیا پوره کيږی
په غمونوکي رانغښتې نازداني ملالي ښه سي
تاته ټول خلک دوعا کي سپلنې درته دودیږي
د کوما څخه را ووزه ، شګوفي ملالې ښه سي
نړي ټوله ستا دزخم دجوړښت تداوي غواړي
دهمزولوڅخه ورکي دوستاني ملالې ښه سي
دواړه لاسه په دوعاووپورته کیږی نن وتاته
نورزی هم درته دعا کړی ګلالې ملالې ښه سي
ولی محمد نورزی