کور / شعر / ملالې یوسفزۍ ته ډالۍ

ملالې یوسفزۍ ته ډالۍ

شه را ویښه خدای د جوړ کړه پرهارونه
در ډالۍ دي زمونږ ځولۍ ، ځولۍ ګولونه

ای ملالې پر تا ویاړي د سوات غرونه
لر او بر د پښتنو واړه قومونه
لوی واړه به کتاب واخلي قلمونه
ستا په پل باندې به کېږدي‌ قدمونه

شه را ویښه خدای د جوړ کړه پرهارونه
در ډالۍ دي زمونږ ځولۍ ، ځولۍ ګولونه

پر ملالو زمونږ ویاړي تاریخونه
پروني که نني دي د افغان واړه نسلونه
که خپلواک او حریت غواړې پښتونه
د ملالو په پل کېږده قدمونه

شه را ویښه خدای د جوړ کړه پرهارونه
در ډالۍ دي زمونږ ځولۍ ، ځولۍ ګولونه

ستا د چیغې په څپو کې دي‌ رمزونه
ځکه بل دي د کارغه په زړه اورونه
خځينه د کور څراغ بجلۍ ګولونه
چې روڼ اندې شي‌ نو بل کړي مشالونه

شه را ویښه خدای د جوړ کړه پرهارونه
در ډالۍ دي زمونږ ځولۍ ، ځولۍ ګولونه

بېلولۍ مو څوک نشي‌ که سل وباسي خطونه
سره یؤ به شي یؤ کېږي‌ د افغان دا ولسونه
له آمو تر اباسينه ټوله خوېندې سره ورونه
کام او ژبه دود دستور باندې جوړېږي ملتونه

شه را ویښه خدای د جوړ کړه پرهارونه
در ډالۍ دي زمونږ ځولۍ ، ځولۍ ګولونه

فکر هوش مې تازه کېږي که مې سل وهې سرونه
تازه کېږم په بل ، بل سر که ترې جوړ کړې منارونه
رنځ او غم مو دی شریک هم مو دودونه
عقېده مې نه بدلېږي زما حامد دا دي خیالونه‌

شه را ویښه خدای د جوړ کړه پرهارونه
در ډالۍ دي زمونږ ځولۍ ، ځولۍ ګولونه

محمد حامد الوتاند ، ستاکتن کلیفورنیا ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۱۱مه