دوه بهرني پوځیان او یو قراردادي ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 14th, 2012


ناټو په خپلو دوو اعلامیو کی خبر ورکوی چی پرون د دوو جلا جلا حملو په ترڅ کی د افغانستان په جنوب کی دوه بهرني پوځیان او یو بهرنی قراردادي ووژل سول ، خو د پیښو دقیق ځایونه او د مړو هویت یې و نه ښود .
خو فرانس پریس آژانس راپور ورکوی چی دا پیښه د کندهار په معروف ولسوالۍ کی رامنځته سوه چی د بهرنیو پوځیانو او استخباراتی افسرانو ګډ عملیات وو ، او د دوو بهرنیو پوځیانو څخه علاوه څلور استخباراتی پرسونل هم ووژل سول .

Copyright Larawbar 2007-2024