صبحــد م

د لراوبر اداره | اکتوبر 14th, 2012


صبحدم کي مي را یاد افغانستــــان شو
زړه مي ولاړی مسافــــر د ګلستان شو

شنه باغــــونه شنې درې یې لمسولـــه
افسوس ډیرپــه غــم کـکړیې ولیـــد له

څیرمه تیر شــوشاوخوا دغـرو لمن ته
کاڼي بوټي وه حیــران پردي دښمن ته

هره تیږه لـــه وحشته په بــــیان شوه
نـــا امید لــه تمد نه د جهـــان شــــوه

په هــــر ګام کي سره اورونه بلــید له
له دردونو تــــوپانونه جــوړیـــد لــــه

غــم لــــړلی خپل تــــرمیني راستنیږي
زخمي شوی پـــــرهـــرونوکي پټـــیږي

پریشان بیرته چي راستون شوامانزي ته
عقل هوش په تعجــب شـوبې غـوري ته

امانزی ناروي ۲۷ اکټوبر۲۰۱۱

Copyright Larawbar 2007-2024