ناروې: د ادبي غونډي او مشاعرې راپور
د تېر په څېر د ناروې په پلازمينه اوسلو کې د افغان ادبي ناستې غړيو، ليکوالو،ژورنالسټانو ،شاعرانو او د ادب مينه والو د ولولو ډکه مشاعره تر سره کړه ٠
غونډه د ځوان شاعر احمد جان پايز له خوا د کلام الله په سپېڅليو اياتونو پرانيستل شوه٠ د پيل وينا د کابل پوهنتون پخواني استاد ښاغلي دين محمد کارواني وکړه ،ښاغلي کارواني د ادبي ناستې د نوښت د ستايلو تر څنګ د ادبي ناستې د ځوانو غړيو د هڅونې او ځلونې په نيت يو شمېر ارزښتناکې تحفې يې ځوان او تاند شاعر احمد جان پايز ، ځوانې شاعرې اغلې لينا احمد فدا او تاند شاعر شمشېر خان عليزي ته ډالۍ کړې او د افغان ادبي ناستې له بنسټوالو ښاغلي حاجي محمد اسحاق امانزي ، اټک يوسفزي او زهير پکتين نه يې د زړه له تله مننه وکړه چې د ادبي چتر لاندې يې ټول منورين افغانان په ډېره مينه او اخلاص سره راټول کړي دي٠ د غونډې دويمه ويناواله د کوربه هېواد ناروې مېرمن انا سوفيا وه ، چې د افغانانو دستايلو تر څنګ يې د ادبي ناستې کړنې وستايلې٠
دغه نوموړې غونډه چې نږدې پنځوسو تنو شاعرانو او د ادب مينه والو په کې برخه اخيستې وه د ټولو خويندو او وروڼو شعرونه په چکچکو بدرګه شول٠
ښاغلي استاد ناقد ، ښاغلي امانزي ، ښاغلي استاد سيد محمد نادر خرم او ښاغلي استاد دلجو حسيني د شعرونو تر څنګ د ادبي ناستې جوړېدا او فعاليت يو ډېر ګټور او ارزښتناکه کار وباله او ښاغلي دلجو وويل : ادبي ناسته زموږ تر منځ يوه تشه او خلاع وه چې خوشبختانه ښاغلي اټک يوسفزي په ډېر زيار او کړاوو را ډګه کړه او دا دی د ملي يووالي ښه بېلګه شوه ښاغلي دلجو د وينا په ترڅ کې خپل يو شعر هم د اټک صادقانه خدمت ته ډالۍ کړ:
اجمل ای شاهد جمال وکمال + ای تو از جام عشق مالا مال
شمع سان در بساط شعر و ادب + روشني بخشي و خيال و جمال
نوموړې غونډه د ځوان شاعر او ژورنالسټ ښاغلي جاويد رباني وطنيار له خوا وه ارزول شوه ٠
پورتنۍ غونډه چې د ماسپښين پر څلورو بجو د ځوان خوږ ژبي وياند زهير پکتين په وياندۍ پيل شوې وه د ماښام پر اتو بجو پای ته ورسېده ٠