افغان ادبي بهير د حضرت محمد په درنښت غونډه وکړه
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور : افغان ادبي بهير د اوونيزې غونډو په ترڅ کې دا ځل د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په درنښت ځانگړې غونډه وکړه او د نړيوال استکبار له خوا د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په شان کې سپکاوى په کلکه وغندل شو او مسلمانان او په ځانگړې توگه افغانان يې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پېروۍ ته راوبلل. دغه غونډه چې مشري يې ښاغلي پوهنمل زاهدي احمدزي کوله او مولوي سميع الله عابدزي، اسرار اتل، شکر الله مخلص، عبدالظاهر اثري او غلام رسول ورسره د مشرانو مېلمنو په توگه په ستيج ناست ول. قاري محمد اياز جانباز د قرآن عظيم الشان پر تلاوت غونډه پرانستله. سليمان نعت ولوست او د دريز چارې فضل مولا توره کي په غاړه وې. په غونډه کې عارف همدرد، نظير الحق قريشي، عبدالوهاب څاروان، محسن صديقي، سميع الحق علي خيل، عارف بنديوال، مير عالم نويد، تحسين الله تحسين او نورو شاعرانو برخه اخيستې وه. غونډه د مولوي سميع الله عابدزي په دعا پاى ته ورسېده. افغان ادبي بهير پرېکړه کړې، چې د هرې يکشنبې په ورځ د ماسپښين په درې بجو د خوشحال خان په ليسه کې اوونيزه غونډه کوي. ليکوال او شاعران دې په مينه په کې برخه اخلي.