د ماليې وزير:ميدان وردګو ته په بودجه کي خاصه پاملرنه کوو

د لراوبر اداره | اکتوبر 17th, 2012


دمالي وزير حضرت عمر زاخيلوال ژمنه وکړه چې په ملي بودجه کې به داسې پروژو ته ځای ورکړي چې ددې ولايت خلکوپه ژوند کې بدلون رامنځته کړي.

دافغانستان داسلامي جمهوري دولت دمالي وزیر حضرت عمر زاخیلوال او ورسره پلاوي دمیدان وردګو ولایت والي عبدالمجیدخان خوګیاڼي او ددې ولایت یو شمېر ادارو سره په کتنه کې ددې ولایت دمسولینو اساسي غوښتنې له نژدې واوریدي. او دحل په اړه يې ژمنه وکړه.
دولایت والي عبدالمجیدخان خوګیاڼي دمالي وزیر څخه غوښتنه وکړه چې ددې ولایت دکرنې او خلکو دکار په پیداکولو کې داسې ګټورې پروژې په ملي بودجه کې ځای ورکړي ترڅو ددې ولایت دخلکو ستونزې ژر تر ژر حل او خلکو ته دکار زمینه برابره شي. ښاغلي والي دمالي وزیر نه غوښتنه وکړه داچې ددې ولایت خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي نو باید دخلکو لپاره سړې خونې جوړې ترڅو دخلکو په ژوند کې بدلون رامنځته شي.
دمالي وزیر ژمنه وکړه چې دبودجې په جوړونه کې به ټولو دغه اړینو غوښتنو ته پام کوي او هڅه به وکړي چې داسې پروژې په دې ولایت کې پلې کړي چې دخلکو په ژوند کې فوري تغیرات رامنځته کړي. همدارنګه دمالي وزیر د ولایت دمستوفیت دچارو څخه هم لیدنه وکړه او په تیرو څلورو کلونو کې یې دعوایدو په لوړوالي کې ددې ولایت دمسولینو هڅې وستایلې.

Copyright Larawbar 2007-2024