طالبان : په فراه کي مو يوه ملګري ٤ پوليس ووژل
عطاالله محمدي
وسله والو طالبانو خبر ورکړ چي تېره ورځ ئې د فراه ولايت د بالابلوک په اولسوالي کي څلور د ملي ادرو سرتېري وژلي .
د وسله والو طالبانو خبري سرچينه ليکي چي ياد کسان ئې د يوه ارتباطي ملګري په وسيله وژلي او نوموړى تر بريد وروسته په سيمه کي د وسله والو طالبانو سره يوځاى سوى .
د يادوني وړ ده چي د جمعې په شپه په هلمند ولايت کي هم يوه وسله وال چي په يوه امنيتي پوسته کي ئې کار کاوه خپل شپږ تنه غړي ووژل او د هغوى وسلې ئې له ځانه سره يو وړې .
تر دې مخکي اسلام حزب په تېره سوې اوونۍ کي په معروف کي د خپل يوه ارتباطي غړي په وسيله د يوې الوتکي د ويشتلو خبر ورکړ .
د اسلامي حزب خبري سرچينې ليکلي وه چي د الوتکي ويشتونکى د دوى ملګرى وو او د تېرو اتو کالو راهيسي ئې د ملي امنيت په رياست کي کار کاوه .