کور / سپورټي / کنړ يو وار بيا د سولي جام اتلولي وګټله

کنړ يو وار بيا د سولي جام اتلولي وګټله

کونړ په دريمه سيالۍ کې خيبرپښتونخوا شمعې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره يوځل بيا دسولې جام اتل شو.

دکرکټ بورډ دختيځ زون لوى امريت له لورې دخيبرپښتونخوا شمعې لوبډلې او دکونړ ولايت منتخبې لوبډلو ترمنځ د درې پنځه ويشت اورېزو لوبو سيالۍ دکوربه کونړ لوبډلې په دوه،يو بريا سره پاى ته ورسېد.

ددغه سياليو په وروستۍ او پريکړه کوونکي سيالۍ کې کونړ لوبډلې په ټاکلي پنځه ويشت اورونو کې مېلمه لوبډلې ته يوسلو نهه اويا منډې هدف وټاکه،چې په کې ذبيح الله درې پنځوس او عدنان کونړي يوځل بيا تېزې درې څلوېښت منډې ترسره کړې .

په ځواب کې دخيبرپښتونخوا لوبډلې ونشوه کولاى چې ټاکل شوى هدف پوره کړي اوټوله لوبډله يې په يوسلو شپاړس منډو باندې وسوزېده او په دې سره يې په اويا منډو له کوربه لوبډلې څخه ماتې ومنله .

دکونړ لوبډلې له لورې خان محمد په پاى لوبه کې څلور او عبيد کونړي دوه لوبغاړي وسوزول .

کونړ چې تردې وړاندې په لومړۍ لوبه کې په پنځه ويکټو بريا ترلاسه کړې وه،په دويمه لوبه کې داورښت له امله دلوبڅآر دپريکړې سره سم ميلمه لوبډلې ته بريا ورکړل شوه او په دريمه لوبه کې دبريا ترلاسه کولو سره وکولاى شول چې دسولې جام اتلولي ترلاسه کړي .

ديادونې وړده چې دخيبرپښتونخوا لوبډله له سياليو ترسره کولو وروسته نن بېرته خپلې سيمې ته ستنه شوه .

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم دکونړ منتخبې لوبډلې په کوزې پښتونخوا او کونړ کې يادو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره دسولې جام اتلولۍ ترلاسه کړي .