کور / اقتصادي / د نساجی فابریکو اوسنی د اندېښنې وړحالت

د نساجی فابریکو اوسنی د اندېښنې وړحالت


 ددعوت څخه په مننه


وړمه ورځ مې په کومه خبری  رسنۍ کې تر سترګو شول چې  د ارګ  په  انګړ کې د اقتصادي کمیسون  غونډه کې  چې د جمهور ریس  په مشرۍ  جوړه شوې وه او د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسئولینو او د صنعتکارانو د اتحادیي   استازو  پکې  هم ګډون درلود ،  د هر څه  لمړې  د هېواد اقتصادي اوسنې  وضعیت پکې ښه او د قناعت وړ  ارزول شوې وو او د نورو مسائلو  تر څنګ  یې د اقتصاد د پرمختیا او پراختیا په موخه  د اقتصاد عالی جرګې  په جوړوېدو ، هم  هوکړه   شوې وه  . چې په دې توګه  به ( د هېواد د ټولو اقتصادي  ستونزو څېړنه ، د انتقال د دورې لپاره د اقتصادي  پالیسیو جوړونه ،  د اوږد مهال لپاره د ستراتیژیکو  روشونو  طرح  او د حکومت او خصوصي سکټور تر منځ همغږي به   ددې  « عالي » جرګې موخه وي ــ آرا  ۲۲  / ۷/ ۱۳۹۱) .


  د اقتصاد د کمیسون په دغه غونډه کې ښایې  یو شمېر داسې کسانو ، چې ددې  وروستیو  یولسو کلونو په اوږدو کې  لکه  د ارهټ  د منګوټو غوندې  په دې او یا هغه  اقتصادی  پوستونو کې  کښته پورته   شوي وي ، حضور درلود ، چې د شتو  دولتی ، مختلط او یو زیات شمېر خصوصي   تولیدي تصدیو سره یې   د بشپړ وداع  پرته  نوره کومه  ګټوره اود یادولو وړ لاسته راوړنه د شتو تصدیو په رغونو کې   نه درلوده  . ګنې نو ، د بېلګې  په توګه  به   د نساجیو د فابریکو  اوسنی  په ټپه ولاړ حالت ، او  د ۱۱۹۰۰ تولیدی بشری ځواک پر  ځای  به ،  ددغه فابریکو په دروازو کې   ایله د  ۹۷ کسانو ساتونکو بوختیا  نه  را منځ  ته کېده   .  او هم  یې   د کورني  خصوصي صنایع نه د نه ملاتړ  له امله    د هېواد په صنعتي پارکونو کې د ۵۰۰   فابرېکو څخه به  ، چې  په ۲۱ برخو کې د  تولیدي  فعالیت  په موخه منځ ته راغلې وې ، ایله ۱۳۰ فابرېکې  فعاله  نه وایې   پاتې شوې   . په داسې حال کې چې زمونږ په هېواد کې  د وزګارو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره لوړیږی ، او د ځینو په اند د هېواد یو پر  درېمه برخه  وګړي  د وزګارتیا څخه کړیږي  او رنځ  وړي ، چې دا په خپل وار یوه  ډېره  خواشینوونکې ، بوږنوونکې  او د اندېښنې  وړ خبره  ده  .


اوس مهال  په هېواد کې  صنعتي تولیدي  تصدۍ چې په   بیلابیلو برخو کې یې فعالیت کاوه ، په درې وزارتونو پورې تړل شوې دي  :   د سپڼسیو او وړینو ټوکرانو د اوبدلو   فابریکې د سوداګړۍ اوصنایع وزارت په  اډانه  کې شاملې شوې  ، د خوراکي توکو د تولیدولو کارخانې د کرنې وزارت پورې تړل شوي اود درندو  صنایعو اړوند فابریکو  ته د کانو او صنایعو په  وزارت  کې  ځای ورکړل شوی دی . اود هر یوې   تصدۍ  تولیدي چارې  له همدغو   ( اړوندو )  وزارتونو  له خوا   د یو  مرکزي  واحد په توګه  اداره او سمبالیږي  . ددې صنایعو هر یوه  برخه  سپکه  ، درنده  او خوراکي توکو صنایع د خپلو ځانګړتیاوو له مخې او هم  د اقتصادي لید لوري  جلا جلا  څېړنو ته  اړتیا لري .   په دې لیکنه کې د سپکو صنایع د جوړښت څخه  یواځې د نساجیو ( ټوکرانو اوبدلو ) د یو شمېر دولتي  فابریکود درپېژندلو  تر څنګ  یې  نننۍ وضع او حالت  ته یو ځغلنده  کتنه  پکار ده  .


افغانستان د نساجیو په ډګر کې  په دولتي او مختلط سکټورونو  کې  ۹۹،۱ ملیون متره  تولیدي ناصبه ظرفیت  شتون درلود ،   ددې ترڅنګ  په خصوصی سکټور کې هم  د ۵۳،۱ ملیون مترود بیلابیلو ټوکرانو د تولیدولو  د ظرفیت شونتیا په ګوته شوې . او ( احسان الله آرین زی د آسیا په نوم )  خپل  یوکتاب کې ددغه شمېرو  پخلې  کړی دی . خو د لیکوونکې (زما) په واک کې د خصوصي کارخانو  د موقعیت او د تولیديفعالیت د څرنګوالي  په هکله چې د یادولو وړ وي څه نشته .او یواځې ددغه شمېرو له مخې په ټولیز ډول  په هېواد کې د۱۵۲،۲ ملیون مترو ټوکرانو د تولیدولود  شونتیا شتون ، وړاندې کولې شم  . زه دلته د نساجیو  د ټولو شتو   دولتی او مختلط   تصدیو څخه  چې شمېر یې  له   یوولسو اوړی  یواځې د هغه پنځه لویو دولتی تصدیو رښتینې  انځور   چې د سوداګرۍ او صنایع چارو وزارت  پورې  ټړلې دي   په لاندې لښتلیک کې  وړاندې کول  اړین بولم  .


 

































































شـــــــمــــاره 


دتصـــــــدیو نــــــــــــــــوم


د جوړېـــدو کــــــــــــــــال


مســــاحــت


د ماشینونو تولیدونکي هـیوادونــه


تـــــــولـیدي نــــاصــبــــــه ظـــــــرفیـت


پرســــونل دظـــرفیت لـــه مخــې


اوســـــــــــــــنې پـــــــرســـــونل


اومـــه مواد


پـــــنــــبــــــــه


 پــه  ټــــــــــن 


۱


دبلخ نساجۍ تــــــــصــــدي


۱۳۴۶


۱۳۵۶


۵۵ جریبه


فرانسه او شــــوروي اتـــــحــــاد


۲۰ ملیون مـــــــــــتـــر


۱۵۰۰ کسه


۳۰ کسه


۳۰۰۰


۲


د قـــــندهار د نخي نساجی


۱۳۵۵


۱۲۰ جریبه


المــــان او شـــوروي اتـــحـــــاد


۴۰ ملیون مــــــــــــــتــــر


زر ټنه  تار


۶۰۰۰ کسه


۱۷ کسه


۶۰۰۰


۳


د قــــــــندهار وړیو اوبدلو تــــــصــــــدي


۱۳۵۵


۲۰ جریبه


الـــــمـــــان  بلـجـــــیـم فـرانـــسه  انګلستان


یو ملـــیون مــــــــتــــــــر کشمیره او ۵۰۰ټـــــــن  تار


۷۰۰ کسه


۷ کسه


۲۳۰۰ څو ډوله وړۍ


۴


د هــــــــــــرات نســــاجـــــــی


۱۳۵۵


۱۲۵ جریبه


الــــمــــــان شــــوروي اتــــــحـــاد


۱۲،۵ ملیون مــتر او ۵۰۰ ټن تار


۱۲۰۰ کسه


۲۸ کسه


۲۰۰۰


۵


د بـګرامیـــو نســــاجــــی


۱۳۴۶


۴۰ جریبه


چـــیـــــــن


۱۶ ملــیون متر


۲۵۰۰ کسه


۱۵ کسه


۲۸۰۰


یادښت : د جوړېدو کلونه یې د پروژې  د پړاو په  مهال وړاندې شوي دي . لکه څنګه چې د لښتلیک نه په ډاګه څرګندیږي ، یادې فابریکې په بشپړ ډول پارچاو او ولاړې دي .


 چارواکي یواځې په دې یوه ټکي خبره  راغونډوي  ، چې ګویا آزاد بازار دې  او زمونږ محصولات د نورو ملکونو د مصنوعاتو سره سیالي نشي کولای اوبس . ددې  پر ځای چې ددی  ستونزو د اوارولو لپاره  اړین او لازم ګام پورته شي  ، په همدغه ټکې  ددوی وظیفه پای ته رسیږي   . داډول  ستونزې پخوا هم هغه مهال چې  دولتونو هومره مالی امکانات په لاس کې نه درلودل ، شتون درلود . حکومتونو تل لازم تدابیر نیول او پایلې یې هم جوتې وې  . آن تر دې ، چې  د افغانستان د سپکو صنایعو په ډګر کې  د اویایمو کلونو په لمړیو شپو ورځو کې د ځینو اټکلونواو وړاند وینو  له مخې  د سپڼسیو او وړینو ټوکرانو په برخه  کې د هېواد په ځان د بسیا کېدو په لاره کې  د لمړنیو ګامونو د اخستلو څرک لګېدلې وو.


خو له هغې  راهیسې ، چې مرستندویانو د افغانستان  د د اقتصادي پرمختګ   ټټر ( ځیګر ) ووهه ، لکه څنګه چې ښایي  کمزوزي او په فساد کې ډوبې  ادارې ونشو کولای  ،  نوي  تاسسات خو لا څه کوې  ، چې آن  دشتو صنعتي  تصدیو څخه یې   وړ  ګټه   پور ته  نه شوه کړای  . زمونږ په هېواد کې د افغان ولس ستونزمن ژوند زمونږ داقتصادي ستونزو ښکاره انځور دې او هېڅ کومه  « عالی » شورا  چې بیا به یې همدغه  کسان غړیتوب ولري  دا ستونزه  هواره کړي  . دلته  یو منلي په کار پوه او ملي اقتصادي تیم ته  چې  د اقتصاد د ټولو برخو کارپوهان  پکې ګډون ولري  اړتیا لیدل کیږی اود دغه تشریفاتي شوراګانو  پر ځای  ، چې یواځې د تشکیلاتو د پړسولو  بله کومه مانا نه شي درلودلای ،کلکې ارادې  او عملي ګامو اوچتولو ته  ضرورت دې .


. دا د پوهېدو وړ ده چې  د اومو ، سون او انرژۍ  موادو  کمښت  او د بهرنیو توکو  سره  د سیالۍ نه وړتیا یوه ستغه ستونزه ده    . اصلي  خبره دا ده چې په دې  برخه کې  په دې وروستۍ لسیزه کې  څه شوي دي ، هېڅوک نشي کولای  د کوم  چا له خوا  د منلو وړ دداسې کړنو  ثبوت ،  چې  د هېواد د صنایعو د شتو فابریکو ،  چې د هېواد په اقتصاد کې ډېره اوږده سابقه لري  او ملي شتمني ګڼل کیږي  ،  د ژغورلو او رغونو لپاره یې د هغوی  د هڅو ښکارندویي وکړی ، وړاندې کړي   . دلته زما هدف ددې او یا هغه کس ګرمول نه دي ، بلکه د هېواد د اړتیاوو له مخې د داسې کړنو سر ته رسولو ته اړتیا ده  چې د راتلونکي اقتصادي پرمختګ د ملا تیر جوړ کړي ، یانې په  بنسټیزو برخو کې د پانګونې لارې چارې ولټول شي  .  وایي  چې ( کارغه د زرکې مزل کاوه ، هغه یې یاد نه کړ خو خپل ترې هېر شو )، مونږ د آزاد بازار اقتصاد د پلیتابه  په ازمایښت  کې  خپل ټول ژوندي  او تر یوه حده په پښو ولاړ  تاسسات  په لوی لاس له لاسه ورکوو  . د ژوند په ټولو برخو کې  دهېواد اقتصاد ټاکوونکې رول لري  په تېرو لاسته راوړنو باندې کرښه ویستل او له پامه  غورځول  د هېواد د نابودۍ په مانا  تعبیرېدای شي .


د یو نوي  تولیدي او خدماتي  واحد منځ ته راتلل اسان کار نه دې . د خورا زیاتو څېړنو وروسته  د پانګونې غم خوړل کیږي ، د پکارونې وروسته هم تر یوه حده تر څو چې یې مؤلدیت ،مثمریت او اقتصادیت  نه وي په ډاګه شوې  د اندېښنو  سره مل وي. ، خو   په هېواد کې  د مودو مودو راهیسې ازمویل شوې تصدۍ  چې د پوره او  بډای تجربو نه برخمنې دي  ،په اسانۍ سره  شاته  غورځول او د نوو تاسساتو  په اړه فکر  کول ، د اقتصاد د غوښتنو سره اړخ  نه لګوی .   


 نن مهال د سپکو صنایعو په ډګر  کې ددغه  پورتنیو  فابریکو تر څنګ  د څر خه پله  د وړیو اوبدلو فابریکه ،چې هغه هم نیم جوبله  کار کوی ، خپل ځانګړې ارزښت لری  .  د افغان نساجیو  اړوند د ګلبهار د نساجیو ډېره لویه فابریکه چې  د اوبدلو د اته زره ماشینونو په درلودلو سره ، د دولس زره  کسانو لپاره  په کې د کار برابرول شونې دې ،  نه یواځې د تولیدي  فعالیت نه لوېدلې بلکه د ځینو سر چینو له قوله  همدا ګړۍ یې د ځینو بې رحمو  انسانو له  خوا یې  وسپنیز توکي آره او بهر ته وړل کیږي . همدارنګه د پلخمري  فابریکه چې اویا کاله د مخه جوړه شوې او یو مهال پکې  اوه زره کارګرانو کار کاوه ، اوس یواځې  ۴۰۰ کار ګرانو په درلودلو سره مات ګوډ تولیدي فغالیت  کوي ، خو که جدي پاملرنه ورته ونشې ، د امکان نه لېرې  نه ده چې  د نورو دولتی نساجیو د برخلیک سره  مخ شي . دا مهال ددې فابریکې د محصولاتو پلور  د بې کنټروله وارداتی ټوکرانو په شتون کې له ستونزو سره  مخ دي (آرا) . ددې تر څنګ د جبل السراج  نساجې فابریکه د   افغان نساجۍ د یو برخې په توګه  یادولای شو  ،  خو د ګذرګاه فابریکه   لکه د نورو بنسټونو پشان   د جنګونو له امله زیات   زیانمنه  شوې ، او بیا رغاونې ته  اړتیا لری . 


باید وویل شي ، چې د هرات نساجي د خپلو تولیداتو لپاره  د رنګولو څانګې  د نه  درلودلو له  امله ،  د رنګولو چارې  د  قندهار د نخی فابریکې د رنګ امیزۍ  په  څانګه  کې   چې د خپلو تولیداتو پرته  د نور  ۱۰ملیون مترو د رنګولو  اضافه ظرفیت لری ، تر سره  کوي  .  همدارنګه پر ترتیب سره  د بلخ فابریکه د پنځه او د بګرامۍ فابریکه د څلورو ملیونو مترو  د اضافه  رنګولو  ځواک لري .


 د یادو پنځو پورتنیو فابریکو د تار د ورېشلو ، د ټوکرانو اوبدلو ، رنګولو او بخار په  شعبو یا څانګو کې په وار سره  په لاندې شمېر ماشینونه  شتون لري .  ۳۷۵ ــ ۳۱۷۸ ــ ۱۳۴ ــ ۱۷ پایه .   د قندهار د وړیو اوبدلو  فابریکه  د ۲۳۲۰ ټن وړیو د پروسس  کولو وړتیا لري ، چې په سلو کې ۸۲ کورني  وړۍ ، ۱۰ په سلو کې  د وزو پت ( نازک الیاف ) او ۸ په سلو کې  د استرالیایي وړیو څخه   کار اخستل   کیږ ي . او همدا رنګه د نخينساجیو د ۸۸،۵ ملیون مترو ټوکرانو  او تجارتی تارونو لپاره  ۱۳۸۰۰ ټن پنبې ته  چې د کور دننه  تولیدیږي ،  اړه لري .  خو  د خصوصی سکټور اړوند دېرو  نساجیو کې بېلابېل   مصنوعی الیاف د ټوکرانو د تولیدولو په موخه کارول کیږي .


د نوموړو فابریکو د  دوامداره فعال  ساتلو لپاره  د پنبې او وړیو  تر څنګ یو زیات مقدار  سون توکو ته  هم اړتیا وي  . د بلخ نساجۍ پرته چې  په کې د طبعی ګاز څخه د سون توکې په توګه کار اخستل کیږي  په نورو پاتو څلورو لویو فابریکو کې  په ټولیز ډول  د ۳۶ زره نه تر ۴۱ زره ټن پورې  د ډبرو سکرو ته اړتیا لیدل کیږی  .


په رښتیا چې د ګاونډیو هېوادو تولیدات  زمونږ په کورنۍ صنایع ناوړه اغېز اچوي ، لکه څنګه چې مو د مخه  د پلخمری نساجۍ د محصولاتو په وړاندې  د  پرتو ستونزو یادونه وکړه ، او همدا ډول پلپوټ په نورو برخو کې هم اورېدل کیږي  .  خو دولت  لېرې  راتلونکې  ته په پام سره ، په خپلو لنډ مهالو او  ستراتیژیکو  کړنلارو کې  د دا ډول راولاړ شوو ستونزو د اوارولو په موخه   په خپل وخت  د اړینو ګامونو په اخستلو سره پرېکړنده  عمل  وکړي  . همدا رنګه  د اقتصاد اړوند  واحدونو  ته په کار ده  ، چې د هېواد په کچه په بېلابېلو برخو کې   د خپلو خلکو  د اړتیاوو کچه  په اټکلیز ډول ، چې د اقتصاد د مارکیټنګ  د څانګو د کارپوهان  په سیده  مرسته  یو شونې کار دې ، معلومه شي    . او  همدارنګه  د هېواد په  مارکیټونو کې  د وارد شوو ټوکرانود  څومره والي او څرنګوالي په  هکله  په ډېر علمی توګه  د هېواد د بیلابیلو سیمو د دود او کلتور  په پام کې نیولو سره  پوره معلومات  لاس ته  راتلای شي  . خو پدې  شرط که په هېواد کې  د خپل  کورني تولیداتو د پرمختګ  لپاره کلک او غښتلې هوډ او اراده شتون ولري  او ددغه«عالی» شورا په تګلاره کې  داسې کړنو ته  ځای ورکړل شي  ، چې  په  کې  د اقتصاد ټولې خواوې  رانغښتې وي   . هیله ده چې د یادې  جرګې  د چارو پر مخ بول  داسې کسانو ته وسپارل  شې ، چې  وکولای شي  د نساجیو د فابریکو پر وړاندې  بنسټیزې ستونزې چې  د صنایع ددې برخې د پرمختګ  په مخ کې خنډونه  را ولاړ کړي ،  جوتې  او د له منځه وړلو لپاره یې  لازم اقدامات  پکار واچوی  . مونږ له نورو هم څه  زده  نه کړلای شول  ، که مې له یاده نه وي وتلي  څو میاشتې د مخه پاکستان  په دې بهانه  چې ګویا  کېدای شي افغان ترانزیتی مالونه د پاکستان په خاوره کې په غزېدلې لاره  کښته کړای شي او لدې لارې  د پاکستان  په محصولاتو منفې اغېز وشندي ، نویې  په خپل هېواد کې   د افغان مالونو په وړاندې  ستونزو را ولاړولې  . دا به ښایي له بده نیته وه ، خو له بلې  خوا دا د دوی د کورني  تولیداتو څخه د ملاتړ ښکارندویي  هم کولای شي . خو که  چېرې  سړې لږ غوندې ځیر شيزمونږ  د پاره د عبرت  درس هم  کیدای شي  ، ځکه چې مونږ ولې دا فکر نه لرو  چې په دې اړه  د لازمو تدابیرو د نیولو له  لارې د خپلو محصولاتو څخه ملاتړ  و کړو  .


یو مهال کله چې د افغانستان سره  د ځینو تعاونی مالونو له لارې مرسته کېده  زمونږ  په  یو شمېر فابریکو او تېره بیا د بلخ   نساجۍ   د محصولاتو پر پلور یې یو څه  منفې  تاثیر  وکړ . خو لدې لپاره چې د یادې فابریکې محصولات خرڅ شوي وي  او  له دې درکه  یې سرمایه په دوران کې لوېدلې وي  نو یې محصولات د مرستندویه هېوادو له خوا و پېرودل شول او بیر ته افغان لوري  ته  د تعاوني مالونو په جمع کې حساب او فابریکه  د محصولاتو د نه  پلور  د ستونزې  څخه  د د اړندو ارګانونو په سیده مرسته  وژغورل شوه . خوبیا وروسته  کله چې  د نورو ملکونو په کمکې مالونو کې کمښت راغې  ، کورني تولیداتو ته  ارزښت  ورکړل شو او کورني محصولاتو او مصنوعاتو ته  تقاضا لوړه ولاړه  . خو په خواشینۍ سره ۱۹۹۲ ز کال  را وروسته  هر څه  د یو شمېر حرفوي غلو  له لاسه په سند لاهو شول   . خو په دې وروستۍ لسیزه کې  دولت  ددې پر ځای چې  د شتو فابریکو د فعال ساتلو لپاره   لازمو اقداماتو ته لاس واچوي   ، افغانستان  ته د نورو ملکونو څخه د سوداګرانو له خوا  د اړتیا وړ ټوکران  په راواردولو سره ، چې   په  لاندې څو ټکو کې  یې یوې بېلګې ته  اشاره شوې ده ،   د خپلو فابریکو څخه لاس په سر شو .


   د ۱۳۸۸ ل کال  احصائیوي کالنۍ د شمېرو له مخې په دی کال  کې  نږدې  ۱۳۶ ملیون متر پولستری ټوکران   د  ۱۰۸،۶ ملیون ډالرو په ارزښت ، د نارینه ، ښځینه او کوچنیانو جامو لپاره  ۴۰۳۹ توپه د ۱۱،۳۵ ملیون ډالرو په ارېښت ، نژدې  ۳،۸۷ زره ټنه  نخې ،سنډی،وړین او نور تارونه یانې نیمکاره مواد د نژدې ۸ ملیون  ډالرو په ارزښت  او همدارنګه  ۲،۷۴ ټنه مصنوعی مالوچ د۲،۰۴ ملیون ډالرو په ارزښت  په داسې شرایطو کې را  وارد  شوي  چې زمونږ  خپلې فابریکې  د دا دومره ملیاردونو مرستو سره سره په بشپړ  ډول پارچاو  او د فعالیت نه غورځول شوې دي  .  د دې دومره زیات شمېر فابریکو په شتون کې ، د ژوندیو  لپاره  خو لا څه کوې لکه  چې   مړي    هم  په خپل هېواد کې  د تولید شوي  کفن  په  ارمان  له دې  نړۍ   ولاړ  شي  . په درنښت