شکرونه
هغه پخـوا اوتـير وختـونه
هغه کور په کور جنګـونه
را په ياد دکلـې خان شـوو
په وينوسره دهغه لاسونه
ډيـرغمـونـه مـونـږ ګاللـي
توري شپـي هغه اورونـه
د هـر خوانه به اوربل وو
د مرمـې وي بـارانـونــه
هـری خـواته واويـــلا وه
په هـرکورکي ووغـمـونه
زمونږ کلې ته چي راغلل
راته وســوځـل کـورونـه
وخت په وخت به زور زياتي وو
ډيرمـو وليــد تورتمــونه
په دي جـرم چي پښتون وو
وار په وار کــول ظلمونه
هغه تـوره شپه رڼـا شوو
مونږ يستل رب ته شکرونه
مونږ ويل صلحه به راشي
په امـــان شــي ولســونه
هرخـواته به خوښي وی
په چمـن به وي ګــــلونه
بيا به ځو د ګــدر خـواته
ترينه اخلو به خـوندونه
چي ولاړ شو باغ بـڼ ته
د مــرغـــي وي اوازونه
د ځـوانانـو به ميلـي وي
هــــم د پيغلـو محفلــونه
دا ارمـان مـو پـوره نشو
حقيقت نشول خــوبــونه
وس هم ويره هم ژړا شته
هـم دسرو وينـو رودونه
نه خو ګل شته نه ګلاب شته
نه ګـــدر شته نه باغـونه
زه وردګ شولم نـاهيلي
بيا مي ورک شول اميدونه