بهاولپورکې ترافیکي پېښه ۲۴ کسان مړه

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اکتوبر 30th, 2012


پېښور:د پاکستان بهاولپور ته څېرمه په یوه ترافیکي پېښه کې ۲۴ کسان وژل شوي دي.حکومتي تلوېزیون ویلي، پېښه داسې مهال رامنځ ته شوه، چې له بهاولپور څخه ختيځ احمد پور ته یو مسافر وړونکی ګاډی ټکر شو.په پېښه کې لس کسان ټپیان شوي هم دي، چې د بهاولپور وکټوریا روغتون ته وړل شوي.

Copyright Larawbar 2007-2024