د رباني د نامه په خاطر ماليزيا افغان بورسونه لغوه کړه
د روهي د خبر پر اساس د مالیزیا دولت افغانستان ته هغه بورسونه باطل کړل کړم چي هر کال به افغان محصلينو ته ورکول کيدل .
ددې کار دليل د کابل د ښووني او روزني پر پوهنتون د افغانانو د خوښي خلاف د جمهور ريس او شمالي ټلوالي لخوا د رباني د نوم ايښوول ښودل سوی دی .
ماليزيا هر کال د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ته وړيا بورسونه ورکوي چي له مخي يې په زيات شمېر افغان محصلين په ماليزيا کي په بېلابېلو برخوکي لوړي زده کړي بشپړوي.
پروفيسر برهان الدين رباني ته د کابل د ورانوونکي او افغانستان جګړې د اوږدوونکي په سترګه کتل کيږي خو د ولسمشر کرزي په ګډون يو شمېر د شمال ټلوالي جنګسالارانو نوموړئ د سولي دعالي شورا ريس وټاکه چي په دې سره يې د سولي هڅي د ګواښ سره مخامخ کړې او وروسته برهان الدين رباني په يوه ځانمرګي بريد کي مړ سو .
تر مړيني وروسته يې شمالي ټلوالي ته وفاداره دولتي چارواکو له ډلي د خوست والي عبدالجبار نعيمي په خوست کي د سولي پارک د برهان الدين رباني په نوم کړ او د نوموړي د لومړي تلين پر مهال ولسمشر کرزي د رباني زوی صلاح الدين رباني او شمال ټلوالي ته په کابل کي د ښووني او روزني پوهنتون د شپې په تاريکه کي ور پر نامه کړ او د شپې لخوا يې د رباني لوحه پر پوهنتون وځړوله ، له دې امله دنوموړي پوهنتون محصلينو تر ۲۵ ورځو پوري لاريونونه وکړه ، د ولسي جرګې د جميعت استازو او ځينو وسله والو کسانو محصلين په موټرونو ووهل ، ډزي يې پر وکړي ، بله خوا ولسمشر کرزي محصلينو ته دا خبره منلې وه چي د رباني لوحه د شپې لخوا پر پوهنتون ځړول ريشتيا هم د غلو غوندي عمل و او خپله اشتبا يې ومنله خو بيا يې هم د رباني لوحه د کابل د ښووني او روزني پوهنتون پر دروازه پرېښووله .
دا لومړی ځل دی چي ددغه نامه سره دحساسيت له امله د ماليزيا دولت پر افغان محصلينو بورسونه قطع کړه .
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی .