امريکا: سيندي توپان ۷مليونه کسان زيانمن کړيدي
هغه توپان چي د تېرو څو ورځو راهيسي يې وړاند وينه کړېدله اوس د امريکا د نيويارک او نيوجرسي سيمو ته رسيدلی او مليونونه کسان يې زيانمن کړيدي .
د نيويارک د برانس سيمه د توپان له امله سخته زيانمنه سوې ده ، دلته باد او سخت باران سلګونه کورونه نړيولي او عامه ترانسپورټ يې ګډوډ کړی دی .
دلومړنيو معلوماتو له مخي شپږ مليونه کسان برق او اوبه نلري ، په يو شمېر نورو سيمو کي د اور لګېدني له امله ځيني سيمي په بشپړه توګه سوځيدلي دي ، که څه هم مرستندويه ادارې د خلکو سره د کومک هڅي کوي مګر ځينو سيمو ته ورتګ ناممکن سوی دی .
په يو شمېر سيمو کي د باد سرعت ۱۳۰ کيلومټره ثبت سوی دی ، نيويارک ،نيوجرسي او نژدې هوايي ډګرونو ته سلګونه پروازونه ځنډول سويدي .
تر اوسه د وژل سوو کسانو شمېر ۱۶ ښوول کيږي خو دا شمېره د زياتېدو په حال کي ده .
مرستندويه هليکپټر په کورونو کي بند کسان د هوا له لاري ژغوري ، د توپان په لاره کي د پرتو سيمو په دکانونو کي څو ورځي مخکي خوراکي توکي ، اوبه او د څراغ پر ځای کاريدونکي شمعي خلاصي سوي وې .
په نيوجرسي کي درې کلي توپان لاندي کړيدي ، دغو کليو ته دا مهال د تګ راتګ ټولي لاري د توپان له امله تړل سوي دي ، دلته د مرګ ژوبلي شمېره تر اوسه نه ده ثبت سوې خو ويل کيږي چي دغه شمېره به زياته وي .
د يادوني وړ ده چي د نيويارک برانس يو له هغو سيمو څخه ده چي زيات شمېر افغان کورنۍ هم ژوند پکښي کوي .