د جمهوري رياست د انتخاباتو نېټه اعلان سوه
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نېټه اعلان کړه ، دوی وايي چي د جمهوري رياست ټاکني به يو نيم کال وروسته پر خپل وخت ترسره سي .
په کابل کي د لراوبر ويبپاڼي خبريال د خبر له مخي د انتخاباتو خپلواک کميسون هغو ټولو ګنګوسو ته د پای ټکی کښېښووئ، چي ويل کيدل ولسمشر کرزی او اداره به يې افغانستان داسي حالت ته بوزي چي له مخي به يې ولسمشريزي ټاکني ناشوني او په دې ډول به خپله دوره د لويي جرګې راغوښتلو يا بېړني حالت په اعلانولو سره وځنډوي. خو د انتخاباتو خپلواک کميسون نن اعلان وکړ چي د١٣٩٣ لمريز کال د وري د مياشتي پر ۱۶ نېټه به په ټول افغانستان کي د جمهوري رياست دپاره انتخابات ترسره سي .
په تېرو لسو کلونو کي ١٣٩٣ لمريز کال د افغانستان لپاره ډېر مهم بلل کيږی، ځکه چي په دغه کال کي به بهرنۍ قواوي له افغانستان څخه وزي او د امنيت چاري به په ټول هيواد کي افغانانو ته سپارل کيږي .
د چارو څارونکي اندېښمن دي او وايي چي په افغانستان کي د يوه با ثباته حکومت جوړولو او د مخالفينو سره د سولي چاري د بهرنيانو د مرستو په جريان کي ناکامه سوې ، څه تضمين سته چي د مرستو په کمېدو او بهرنيو پوځيانو تر وتلو وروسته به د ايران او پاکستان لاس وهني افغان حکومت نور هم له کمزورۍ او نړېدلو سره مخامخ نکړي.
د افغانستان د جمهوري رياست د پاره سر له اوسه داسي اوازې سته چي ګواکي زلمی خليلزاد، علي احمد جلالي، اشرف غني احمدزی، عبدالقيوم کرزی او عبدالباري جهاني په راتلونکو انتخاباتو کي د ګډون په موخه په غير رسمي هڅو لاس پوري کړئ دی .خو په رسمي توګه دغو ټولو اشخاصو دا خبره نه ده منلې چي ګواکي په راتلونکو انتخاباتو کي ګډون کوي .
د بېلابېلو ډلو څخه جوړه د شمال ټلواله هم راتلونکو انتخاباتو ته د خپل کانديد پر سر په تودو بحثونو بوخته ده چي ويل کيږي د ځينو مخالفتونو له امله تر اوسه پوري ټولو خواو ته د خوښي وړ کانديد په نومولو نه دي يوه خوله سوي .
د زلمي خليلزاد په اړه ويل کيږي چي که پخپله د افغانستان جمهورري رياست چوکۍ ته کانديد هم نسي ، په راتلونکو انتخاباتو کي يې ونډه تر ټولو غوښنه او د پام وړ ده چي په دې توګه کولای سي خپل او د امريکا د متحده ايالاتو د خوښي د کانديد پله ور درنه کړي .