کور / خبرتیا او پيغامونه / د ډيورنډ کرښي په اړه د امريکايي چارواکو د وينا غندنه

د ډيورنډ کرښي په اړه د امريکايي چارواکو د وينا غندنه

د ډیورنډ په منحوسې کرښې باندې د امریکایي چارواکو څرګندونې او پر وړاندې یې دافغان محصل ټولنې غبرګون

۱۱-۸-۱۳۹۱
کابل ـ افغانستان

نن پنجشنبه په کابل کې د افغان محصل ټولنې په نوښت یاده غونډه جوړه شوې وه، چې په دې ستره غونډه کې یوشمېر سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، علمي او اکاډمیکو شخصیتونو

او قومي مشرانو برخه اخستې وه.

د یادې غونډې ګډونوالو د امریکایې چارواکو وروستۍ څرګندونې په کلکه وغندلې اودا کرښه یې یوه استبدادي ، د افغانستان او پاکستان د شخړې دزیاتېدو لامل وګڼله دیادې کرښې په نه منلو یې خپلې رایې او نظرونه سره شریک کړل.

د غونډې ګډونوالو د افغانانو دیو والي کمېسیون تر نامه لاندې یوه کاري اجرائیه ډله جوړه کړه، تر څو د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانانو غبرګون په عملي توګه پلی کړي او بلاخره دیوه ملي خوځښت بڼه ورکړي.

د غونډې برخه والو دغه راز څرګنده کړه، چې افغان مسلمان ولس په خپلو ملي مسایلو کې په یوه خوله دي سره، ټولو کورنیو او نړیوالو خاینونوته به غاښ ماتونکی ځواب ورکوي.

او همدارنګه یې دراتلونکو د لازیاتوخوځښتونو خبر هم ورکړ

په درنښت

د افغانانو د یو والي کمېسیون