کور / کره کتنه / ټولنز که ټولنیز؟

ټولنز که ټولنیز؟

(د ښوونیزو کتابونو په اړه)


تېر ماښام چې له کابله کور ته راورسېدم نو وړوکی ورور مې، چې تازه یې د ښوونځي څلورم ټولګی پیل کړی، راغی او راته یې وویل:


–  لالا! د مکتب شپږو کتابونو ته کتابچې نه لرم، سبا یې ښار نه راته راوړه.


–  سمه ده، لاړ شه قلم او کاغذ راواخله، شپږ ځله په ښکلي لیک د هغو درسي کتابونو نومونه ولیکه چې کتابچې ورته نه لرې او بیا په کاغذ کې لیکل شوي نومونه وشمېره چې څو دي؟


ورور  مې لاړو او نږدې نیم ساعت وروسته له یوې داسې پاڼې سره راغی چې لاندیني نومونه په کې شپږ شپږ ځله لیکل شوي وو:


ټولنز
د قران کریم زده کړه
English for Afghan Elementary School Students
ساینس، روغتیا او د ژوند چاپېریال
پښتو
ریاضي
کشري ورور (عبدالهادي جان) ته مې وویل: پنځه کتابچې درته راوړم خو شپږمه نه.


–  ولې؟


–  ځکه چې د یوه مضمون نوم دې غلط لیکلی.


–  کوم یو؟


–  په ټولنیز کې د (ن) او (ز) ترمینځ یوه (ي) درنه پاتې ده، ټولنز دې لیکلی.


–  نه ، (ي) نه ده پاتې ، (ي) په کې نه راځي.


–  ولې؟


–  همدا ما چې لیکلی، همدا صحی دی.


–  ولې سم دی ؟، په کوم دلیل؟، څنګه داسې ډاډه یې؟


–  ځکه چې ما له ځانه لیکلی نه دی، ما د کتاب نه ولیکلو او په کتاب کې همداسې و.


–  ته ورشه کتاب دې راوړه.


–  صبر،  درته راوړم یې.


لږه شیبه وروسته مې ورورک راغی، د ښوونځي بکسه یې زما مخې ته کېښوده، له مینځه یې یو اسماني رنګه کتاب راووېست او ماته یې ونیو.


د کتاب په لیدلو حیران دریان شوم، ځکه  چې د پښتۍ پر سر یې په غټو تورو لیکل شوي وو : ټولنز


کله چې د یوه ښوونیز کتاب په پښتۍ او بیا د کتاب په نامه کې دومره ستره تېروتنه وي نو څه فکر کوئ چې کتاب به دننه له څومره نیمګړتیاو او تېروتنو ډک وي؟


اوس که د څلورم ټولګي زده کوونکي ته وایې چې د کتاب په مخ د کتاب نوم  ناسم لیکل شوی نو د هغه په ذهن کې به ددې کتاب څومره ارزښت او عظمت پاتې شي؟


هر  کتاب خپله لويي (عظمت) لري، په تېره بیا ښوونیز کتابونه؛ کله چې زده کوونکی پر یو کتاب باور ونه لري او د زړه په تل کې یې د کتاب درناوی او ارزښت پروت نه وي ، نو له هغه کتابه به څنګه او څومره زده کړه وکړای شي؟


زه  خو په دې باوري یم که ورورک ته مې ووایم چې پر کتاب یې د کتاب نوم ناسم لیکل شوی نو ایسته به یې وغورځوي او بیا به یې هیڅکله راپورته نه کړي.


ځکه خو حیران وم او هیڅ نه پوهېدم چې څه وکړم؟


د لومړي  ځل لپاره مې ځان د هغه شینواري  ورور په شان بې وسه ولید چې ویلي یې وو: خدای دې داسې حیران کړه لکه زه چې دې حیران کړم، که وایم چې دوربابا راباندې ګران دی نو خدای (ج) رانه خفه کږي او که خدای (ج) وښیم نو دوربابا !!!