هلمند : د ماين چاودني ١٠ تنه وژلي

عطاالله محمدي | نوومبر 2nd, 2012


د هلمند ولايت څخه رارسېدلي خبرونه وايي چي په دې ولايت کي د ماين چاودني لس اولسي وګړي وژلي.
په دې اړه لراوبر ته د هلمند ولايت مقام څخه يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې چي پکښي د يادي پېښي د پخلي ترڅنګ دا کار د وسله والو طالبانو ښوول سوى.
چارواکي وايي چي ياد کسان هغه وخت ووژل سول چي کله په موسى کلا اولسوالي کي د سړک غاړي ماين ئې پر موټر وچاودېد.
د پېښي په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024