دکانادا سفارت: داکتر عبدالله عبدالله او امرالله صالح ته ویزه نه ورکوو.
59
دکانادادولت دافغانستان دایئتلاف دوومخالفوسیاسیت مدارانوډاکترعبدالله عبدالله او امرالله صالح نومونه په اوتاوا کي دیوي لویې غونډي دپرانیستلودګډون کونکو له لیست څخه لیری کړل.
دغه لویه ِغونډه په دي نږدی ورځوکي دکاناداهیوادپه پلازمینه اُوتاواکي جوړیدونکی ده. په دي غونډه کي دغوندۍ مشریزی ډلې داکتر عبدالله او امرالله صالح ته په غونډه کي دناستي اوګډون لپاره دویزی اخیستلو په اړه په کابل کي دکانادا لوی سفارت ته لا پخوارسمې غوښتنه لیږلې وه،چي د وی ته دویزي آسانتیاوي برابری کړي.
مګر په کابل کي دکانادا لوی سفارت وایی ،چي دوی باید د ویزی داخیستلو لپاره پاکستان ته ولاړشی او هلته دکانادا سفارت ته ورشي. داپه داسی حال کي چي داکتر عبدالله او امرالله صالح دپاکستان پرنظامیانو په وارو وارونیوکې کړی دی ،او هغوی یی په افغانستان کي دتروریستي او ترهګروډلو اصلی عاملین بللې دي. دوی وایی چي پاکستان ته تلل د ځان وژني په مانا دئ .نوځکه یی پاکستان ته له تګ څخه ډډه وکړه.
بله خواه امرالله صالح نن د طلوع تلویزیون په یوه راپورکي وویل ،چي دکاناداسفارت دویزی اخیستلو لپاره ډیری بیروکراتي لاري غوره کړیدی .ده وویل په اوتاوا کي راتلونکی ِغونډه دومره مهمه غونډه نه ده .
دا لمړۍ ځل دی چي دغربی هیوادوله ډلوڅخه کاناداودغودواړوسیاست مدارانو ته دویزی ورکولوڅخه ډډه وکړه او هغوی یی دافغانانو په اصطلاح په تورومرچو پسي ولیږل.